لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان،افغانستان اؤ ګرده نړۍ کې د "ویلنټائن" په نوم دمینې ورځ نمانځل کیږي


په افغانستان، پاکستان اؤ ګرده نړۍ کې نن(یکشنبه) مئینان د ویلټائن په نوم د مینې ورځ نمانځي اؤ یو بل ته دمېنې څرګندؤلو په غرض سره ګلابونه ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو هم په نن ورځ ګڼ شمیر فعالینو د ویلنټائن د ورځې په اړوند دمینې ډک پوسټونه،پېغامونه انځورونه اؤ ویډګانې خپرې کړي دي خو په پاکستان اؤ افغانستان کې بیا یو شمیر مذهبي ذهنیت لرونکو خلکو ددغه ورځې دنمانځلو سره مخالفت ښودلی اؤ دې ورځې ته یې دبې حیایۍ د ورځې نوم ورکړی دی.

په ګرده نړۍ کې د مینې د ورځې په توګه په ۱۴مه فرورۍ ویلنټائن ورځ نمانځل د یوې اوږدې مودې راهسې رواج دی خو دتیرو څو کلونو راپدیخوا په پاکستان اؤ افغانستان کې هم ګڼ شمیر پیغلې اؤ‌ ځوانان ددې ورځې په نمانځلو کې فعاله لیدل کیږي.

په دې ورځ بازارونو کې دسرو ګلابونو خرڅون سیوا وي اؤ هرڅوک خپلو مئینانو ته دمینې داظهار دپاره دپاره تازه سور ګلاب ورکول غواړي.

خو پېښور کې میشت خبریال ناصر داوړ وایي چې زیاتره خلک دفاصلو له امله یو بل ته دګلابونو ورکولو نه عاجزه وي نو اوس د واټس اپ اؤ نورو ټولنیزو رسنیو دلارې یو بل ته دګلابونو دعکسونو په استولو دا ورځ نمانځي.

ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وایي تر پینځوؤ کالو وړاندې پېښور یا پخوانیو قبائیلي سیمو کې د ویلنټائن نوم اخستل هم ګناه کیده اؤ مخالف فکر لرونکو مذهبي خلکو دا ورځ “د حیاء ورځ “په نوم نمانځله خو اوس حالات بدل دي

دهغه په وینا “اوس به هم ځېنې مقاومتونه وي خو بیا هم پېښور اؤ نورو سیمو کې د یونیورسټیو اؤ کالجونو هلکان اؤ پېغلې په دې ورځ ځانګړې دستورې راجوړوي ،اګر چې دغه دستورې به ډیرې ښکاره نه وي خو بیا هم دوئ یو بل سره دمینې اظهار کوي “

هغه وایي دمینې مقصد یوازې جنسي یا بدني اړېکې نه دي بلکې مینه د انسان په فطرت کې شامله یوه پاکه جذبه ده

چې انسانان یې دیوبل سره دمختلفو رشتو په شکل کې کوي

“زه چې نن دخوبه راپورته شوم اؤ خپل موبائیل مې ان(چالان) کړو نو په واټس اپ راته خپلو ګڼ شمیر خبریالانو ملګرو، عزیزانو اؤ خپلوانو هم د ویلنټاین ډی دمبارکۍ پیغامونه اؤ د سرو ګلابونو عکسونه اؤ ویډیوګانې رالیږلې وې چې په لیدلو یې ما یو خوشګوار احساس وکړو”

تر دې یوه ورځ دمخه دپښتو وتلي سندرغاړي کرن خان وي او ای ډیوه ته ویلی وؤ چې پښتنه ټولنه مینې ته اړتیا لري اؤ دمینې ورځې باید نورې هم زیاتې شي .

کرن خان چې د ویلنټائن د ورځې دپاره یې د لالیه په نوم خپله یوه نوې سندره هم ریلیز کړې وایي پښتانه کرکو اؤ نفرتونو ځپلي دي اؤ اوس د دوئ دپاره هره ورځ باید د مینې ورځ وي .

دکرن خان تر څنګ سږکال سندرغاړې ګلپاڼې ، بلال سعید، ارشاد خان اؤ اظهر خان هم په ویلنټائن ډی خپلې نوې سندرې ریلیز کړي‌ دي.

پاکستان کې په کال ۲۰۱۷م کې اسلام اباد هائیکورټ د ویلنټائن د ورځې په نمانځلو بندیز لګولی ؤ چې دمحکمې په دغه پریکړه مدني فعالانو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ اؤ پوښتننه یې راولاړه کړې وه چې دمینې په ځائ پاکستان کې دکرکو او نفرتونو په خورولو ولې بندیز نه لګول کیږي؟

د ویلنټائن په نوم د مینې د ورځې نمانځل څنګه پیل شول؟

په دې اړوند بیلابیلې خبرې مشهورې دي ، ځینې خلک دې ته د رومیانو رسم وایي اؤ دبیلابیلو دلیلونو له مخې وایي چې ددې رسم نمانځنه شاوخوا ۱۷۰۰ کاله مخکې پیل شوې وه.

د روم خلک ۱۴مه فروري د” یونو دیوي “له امله مقدسه ګڼي،

په روم کې زیاتره خلک په یونو دیوي د ښځو اؤ ودونو،ښادو دپاره مرادونه نیسي

ځینې خلک وایي چې وینلټائن د یو پادري نوم ؤ چې په پټه به یې دخلکو ودونه کول اؤ کله چې د وخت بادشاه ته دا خبره ورسیدله نو هغه ویلنټائن په زندان کې واچولو چې دهغې راپدیخوا ۱۴مه فروري د ویلنټائن د ورځې په نوم مشهوره شوه.

یوه طبقه خلک بیا دې ورځې ته د “رومن سینټ ویلنټائن “سره نسبت ورکوي څوک چې دمذهب نه بدلولو په جرم لمړی زندان ته اچول شوی اؤ بیا په دار خیژول شوی ؤ.

په روایتونو کې راغلي چې د بند په مهال ویلنټائن د بندي خانې دمشر په لور مئین شوی ؤ اؤ په دار له ختلو وړاندې هغه دخپلې مینې په نوم یو لیک پرېښودی ؤ چې ددغه لیک په پائ کې یې دبندي خانې دمشر لور ته لیکلي وؤ “ستا ویلنټائن” اؤ له دې وروسته بیا هر کال په ۱۴مه فرورۍ د ویلنټائن ورځې نمانځل پیل شول.

Recommended

XS
SM
MD
LG