لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: په شمالي وزیرستان کې درې ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې يې په عملياتو کې درې ترهګر وژلي دي.

پوځ نن د شورو/ چارشنبې په ورځ (17فرورۍ) ويلي تيره شپه يې د شمالي وزیرستان په ميرعلي کې د استخباراتي مالوماتو په خبر، چې په يو ځای کې ترهګر پټ دي، عمليات کړي دي.

پوځ ویلي په عملياتو کې د عليم خان خوشالي ګروپ درې ترهګر وژل شوي دي.

د ترهګرو د پېژندګلو په اړه نور مالومات نه دي خپاره کړی شوي.

خو پوځ ويلي، وژل شوي ترهګر په هدفي وژنو، د تاوان دپاره تښتونو، قلنګ، په امنيتي ځواکونو بريدونو او چاودنو کې ککړ وو.

دا عمليات په داسې حال کې شوي چې د شمالي وزيرستان سره په پوله پرته ضلع جنوبي وزيرستان کې په (14 فرورۍ) د پوځ په يو کاروان بريد کې دوه پوځي سرتيري او يو عام تن وژل شوي او د نهه پورې نور ژوبل شوي وو.

د واڼه مرستيال کمشنر بشيرخان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلو تاييد کړی وو.

د پېښې وروسته د لټون عمليات پېل کړی شوي او پرون په 16 فرورۍ د واڼه بازار هم تړل شوی وو.

بشیر خان ويلي وو د امنیت په موخه يې بازار بند کړی دی.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په واڼه بايي پاس د پوځ په کاروان د بريد زمه واري منلې وه.

پاکستان په کال 2008م کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لاقانونه ګرځولې ده.

په وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG