لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا وایرس نور 52 تنه مړه کړي


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور 52 تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وایرس له امله د مړو ټوله شمېره 12زره488 ته رسېدلې ده.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا وایرس 36زره 543 معاينې (ټېسټونه) شوي چې پکې په 1272 کسانو کې د کرونا وايرس تاييد شوی دی.

په پاکستان کې تر اوسه پورې پينځه لکه 57زره261 کسانو ته د کرونا وايرس لګېدلي او پينځه لکه 30زره597 ترې ښه شوي دي.

ويل شوي دا وخت په ملک کې 24زره 176 کسان په کرونا وايرس اخته دي او په دوی کې 1666 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې د کرونا څخه تر ټولو زيات کسان په پنجاب صوبه کې مړه شوي چې شمېره يې 5138 ده.

په سيند کې 4263 کسان، په خېپرپښتونخوا کې 2051 او اسلام اباد کې 1512 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا څخه د مړينو شمېره 199 ده.

د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر د ګل/ دوشنبې په ورځ (15فرورۍ) په ټویټر ويلي وو،

"د 65 کالو او د دې نه د بره عمر کسانو د کرونا ويکسين لګولو دپاره اندراج پېل شو. د خپل شناختي کارډ نمبر په 1166 ولېږئ. د مارچ په مياشت کې به دوی ته ويکسين لګېدل پېل شي".

پاکستان ته له دې وړاندې چين پينځه لکه ويکسين ورکړي او ویل شوي وو په لومړي پړاو کې به دغه ويکسين ډاکټرانو او نورې طبي عملې ته لګولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG