لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوښار: ضمني انتخابات د مسلم ليګ ن غړي ګټلي، غېرسرکاري نتيجې


د خېبرپښتونخوا په نوښار کې د صوبايي اسمبلۍ په چوکۍ ترسره شوي ضمني انتخابات د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه د مسلم ليګ ن ګوند کانديد ګټلي دي. نوښار د صوبې د پخواني وزيراعلی او د اوسني مرکزي دفاع وزیر پروېزخټک پلارنۍ علاقه ده.

پرون په 19م فرورۍ د خېبرپښتونخوا په کرمه ضلع کې د قومي اسمبلۍ په حلقه [اېن ـ اې 45]، د پنجاب په [اېن ـ ‌اې 75] او د پنجاب په يوه صوبايي حلقه هم ضمني انتخابات ترسره شوي دي.

راپورونه وايي په پنجاب کې د قومي اسمبلۍ په حلقه په يو پولینګ سټېشن نښته شوې او د مسلم ليګ ن او تحریک انصاف دوه غړي پکې وژل شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې د نوښار د صوبايي اسمبلۍ په حلقه [پي ـ کی 63] د غېر سرکاري، غېر ختمي نتيجې ترمخه په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف کانديد ماتې خوړلې ده.

د راپورونو ترمخه د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند اختيار ولي چې د مخالفه ګوندونو د غورځنګ (پي ډي اېم) ملاتړ ورته ترلاسه وو 21زره112 ووټونه يې ترلاسه کړي او د تحریک انصاف کانديد ميا عمر کاکاخېل 17زره23 ووټونه اخستې دي.

ياده حلقه په کال 2018م او کال 2013م کې پاکستان تحریک انصاف ګوند ګټلې وه.

دغه څوکۍ د تحريک انصاف د ميا عمر کاکاخېل د پلار جمشېد الدين کاکاخېل په مړينه خالي شوې وه.

د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه د کرمې په [اېن ـ اې 45] د تحریک انصاف ملک فخر زمان 16زره911 او د جمعيت علمااسلام جميل چمکنۍ 15زره 761 ووټونه او ازاد کانديد حاجي سيد جمال 15زره 560 ووټونه اخستي دي.

ياده چوکۍ د منير اورکزي د مړینې وروسته خالي شوې وه.

د ځايي ميډیا ترمخه د پنحاب په اېن ـ اې 75 د مسلم ليګ ن ګوند کانديد زيات ووټونه اخستې خو د پاکستان تحریک انصاف غړو د خپل کانديد د ګټې دعوه هم کړې ده.

په ياده حلقه نښته شوې چې پکې د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان مسلم ليګ ن دوه غړي وژل شوي هم دي.

د غېر ختمي غېر سرکاري نتيجو ترمخه د پنجاب په صوبايي حلقه پي ـ پي 51 مسلم ليګ ن بريا ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG