د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، پاکستان غواړي چې د چين او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالو په راکمولو کې خپل رول ولوبوي.
عمران خان دغه خبرې د سري لنکا په سفر په کولمبو کې نن په 24 فرورۍ د پاکستان او سري لنکا ترمنځ د سرمايه کارۍ او تجارت سېوا کولو په لړ کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې کړي دي.
هغه وويل 50 کالهوړاندې هم دا پاکستان وو چې د هنري کسنجر او چينايي چارواکو ليدنه یې راجوړه کړې او د دغو دواړو هېوادونو اړيکې يې جوړې کړې وې.
عمران خان وويل پاکستان هیله لري چې يو ځل بيا دغه ډول کردار ولوبوي پاکستان به د داسې هېواد جوړېدو په ځای چې د ملکونو ترمنځ د دښمنۍ برخه جوړ شي پاکستان غواړي چې ملکونه او انسانيت يو بل ته نزدې کړي.
پاکستان دا وخت د چين سره ژورې اړیکې لري او چين د پاکستان سره د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) لاندې په پاکستان کې د اربونو ډالروسرمايه کاري هم کړې ده.
بل لور ته امریکا بيا په سي پېک پروژه سختې نيوکې کوي.
په داسې کې پاکستان څنګه کولی شي چې د چين او امریکا ترمنځ په اړيکو ښه کولو کې رول ولوبوي؟.
د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاز ډاکټر خورشيد وايي پاکستان دغه توان نه لري چې د دغو غټو هېوادونو ترمنځ خبرې راجوړې کړي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، يو خو اوس د پاکستان حالت بدل دي او نه پاکستان کولی شي چې په دغه لړ کې سهولت کاري وکړي او نه يې ضرورت شته ځکه چې دغه هېوادونه سفارتي اړيکې لري او د يو بل سره تګ راتګ هم کوي.
هغه وويل د دغو هېوادونو ترمنځ د قوت يا واک (پاور) مقابله ده او واړه ملکونه نه شي کولی چې په دغه لړ کې کردار ولوبوي، پاکستان به غواړي چې د دغو هېوادونو ترمنځ بې طرفه پاتې شي خو پاکستان د وړاندې نه د سي پېک په شکل کې طرفداره شوی دی.
د دفاعي چارو څيړونکی پخوانی پوځي افسر طلعت مسعود وايي، پاکستان د چین سره ژورې سټراټیجيکې اړيکې لري خو دا خواهش هم لري چې د امریکا سره يې هم اړيکې ښې وي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل عمران خان پېغام ورکول غواړي چې د چين سره يې د اړیکو دا مطلب وانه خستل شي چې له امله يې د امریکا سره د پاکستان اړیکې خرابې شي.
څيړونکي وايي پاکستان يو لور ته امریکا او نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ته حاجت لري نو بل لور ته چين د سي پېک د لارې په پاکستان کې غټه سرمايه کاري کړې نو په داسې کې به پاکستان ته ډېره ګرانه وي چې د یو هېواد طرفداري وکړي.