واشنګټن ـــ د هند په جنوبي تلنګانه ایالت کې د چرګانو د غیرقانوني جنګ په مهال یو چرګ هغه مهال پر خپل څښتن برید کړی چې د تېښتې هڅه یې کوله او هغه یې مخنیوی کړی دی.
اې ایف پي خبري ایجنسۍ وایي، د چرګ څښتن د چرګ په پښه پورې د چاکو غوندې یوه تېره آله تړلې وه، چې خپل څښتن یې د سپوخڅو او تشي تر منځ پسته غوښه کې وهلی او هغه د زیاتې وینې تویېدو له کبله روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
د سیمې پولیس وایي اوس په هغو 15 کسانو پسې پلټنه کوي چې روانه اوونۍ یې د تلینګانه ایالت په لوتونر کلي کې د چرګانو په دې جګړه کې یې برخه اخیستې وه.
بریدګر چرګ تر برید وروسته نیول شوی او د چرګانو فارم ته تر وړل کېدو وروسته لومړی پولیس تاڼې ته وړل شوی دی.
دي نیوز انډین ایکسپریس ورځپاڼه د ځایي پولیس افسر بي جېوان له خولې وایي، بریدګر چرګ به د ثبوت لپاره عدالت ته هم وړي.
اې ایف پي خبري ایجنسۍ وایي، د چرګانو په دې جګړه کې پر شاملو کسانو د قتل، غیرقانوني شرط لګولو او د چرګانو د جګړې مقدمې درج کېدای شي.
که څه هم په هند کې په 1960م کال کې د چرګانو جنګول غیرقانوني ګرځول شوی خو اوس هم په اکثرو کلیوالو سیمو خصوصاً په تلینګانه ایالت کې د هندوانو د مذهبي رسم سنکراتي په مهال د چرګانو جنګولو عام دي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د هند په اندرا پردېش ایالت کې د یو چرګ څښتن هغه وخت وژل شوی وو، چې په چرګ پورې تړلې تېره آله یې پر غاړه لګېدلې وه. سي این این وایي دا پېښه هغه وخت شوې وه چې څښتن یې خپل چرګ جنګولو ته اخیستی وو.