د پاکستان سپريم کورټ د سېنېټ په انتخاباتو کې د ووټونو ورکولو په اړه صدارتي ريفرنس خپله رايې ورکړې چې د سېنېټ انتخابات به د ايين د 226 مادې لاندې کولی شي او د سېنېټ په انتخاباتو کې به ووټونه په ښکاره نه شي ورکول کېدی.
د سپريم کورټ مشر قاضي (چيف جسټس) جسټس ګلزار احمد نن د ګل/دوشنبې په ورځ (لمړي مارچ) په صدارتي رېفرنس خپله رایې واوروله.
د وي او اې د خبر ترمخه په څلور ججانو کې درېو د ووټونو په ښکاره نه کېدو په حق کې او جسټس يحيا افريدي يې په مخالفت کې رايې ورکړې ده.
سپريم کورټ ويلي د سېنېټ انتخابات به د ايين او قانون ترمخه په پټه رايې شمارۍ سره کولی شي.
سپريم کورټ ويلي د الېکشن کمېشن زمه واري ده چې پاکې او د بډو رشوتونو نه انتخابات خوندي کړي او د ايين د 218 مادې د اختياراتو لاندې یقيني کړي چې نوي ټېکنالوجي وکاروي او پاک انتخابات ترسره کړي.
عدالت ویلي د بېلټ پېپر يا ووټ د پرچۍ په پټه کېدل ختمي خبره نه ده پارليمان په دې کې اييني بدلون کولی شي.
د خبر ترمخه سپريم کورټ په ښکاره د سېنېټ د انتخاباتو کولو په اړه صدارتي رېفرنس خارج کړو او ويل شوي سپریم کورټ به په دغه اړه خپله تفصیلي رایې وروسته ورکړي.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت د سېنېټ په انتخاباتو کې د ښکاره رايې ورکولو دپاره صدارتي حکمنامه (صدارتي رېفرنس) جاري کړی او سپريم کورټ ته يې وړلی وو.
مخالفه ګوندونه (اپوزيشن) د تحریک انصاف د حکومت په ښکاره د رايو ورکولو د عمل مخالفت کړی وو.
د پاکستان تحریک انصاف سېنېټر فېصل جاوېد د سترې محکمې د رايې ورکولو وروسته ويلي سترې محکمې غوره فېصله کړې او الېکشن کمېشن ته یې لارښوونه کړې چې پاک انتخابات يقيني کړي.
بل لور ته د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) مهم ګوند پيپلز پارټۍ مشر بلاول بټو زرداري پرون په 28 فرورۍ ویلي وو دوی د سېنېټ په انتخاباتو کې په پټه او په ښکاره دواړو رايو ورکولو ته تیار دي.
د پاکستان تحریک انصاف د دسمبر په نيمايۍ کې ویلي وو چې د سېنېټ انتخابات به د لاس پورته کولو د لارې په رايې ورکولو سره کولی شي.
او بيا صدر عارف علوي په دغه اړه د سپريم کورټ نه رايې غوښتې وه.
په پاکستان کې د برني اېوان سېنېټ انتخابات په درېم مارچ کېدل اعلان شوي چې پکې به په سېنېټ او په څلورو واړو صوبو کې رايې اچول کيږي.
د پاکستان په سېنېټ کې دا وخت ټولې 104 څوکۍ دي چې پکې د نيمې پورې سېنېټرانو شپږ کلنۍ موده هم د مارچ په میاشت کې پوره کيږي چې پکې د قبايلي ضلعو څلور سېنېټران هم شامل دي.