لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله محب: طالبان خبرې نه کوي، د سولې پر یوې متبادلې لارې کار کوو


واشنګټن ـــ‌ په داسې وخت کې چې په قطر کې د سولې خبرې لا هم له خنډ او ځنډ سره مخ دي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي دي چې حکومت یې له مختلفو اړخونو سره کار کوي او په هېواد کې د سولې پر یوې متبادلې لارې فکر کوي.

ښاغلي محب د شورو- چارشنبې په ورځ د کابل په دارالامان ماڼۍ کې د افغان ځواکونو د درې ورځني پوځي جشن په مهال وویل، هر ډول پلان او متبادل حل باید د اصلي سولې ضامن وي.

حمدالله محب ویلي په افغانستان کې د مستقبل هر ډول سیاسي نظام له طالبانو او نړیوالې ټولنې ضمانت غواړي چې په هېواد کې یې د سولې لپاره نتیجه ورکړي. طلوع ورځپاڼې د ښاغلي محب له خولې لیکلي:

"موږ د پراخو متبادلو لارو په اړه پراخ بحثونه کوو، خو حقیقت دا دی چې طالبان د سولې د خبرو پر ځای په جګړه بوخت دي، طالبان او نړیواله ټولنه تر هر څه وړاندې باید افغان ولس ته ضمانت ورکړي".

په همدې غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي خبرداری ورکړی چې که د سیاسي روغې جوړې لپاره له طالبانو سره د سولې خبرو نتیجه ور نه کړه، نو وایي افغان ځواکونه په جګړه کې هغوی ته سخت جواب ورکولو ته تیار دي:

"که [طالبان] د جګړې لاره خپلوي، که خدای کول د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه به غاښ ماتوونکی جواب ورکړي".

حمدالله محب دا خبرې په داسې وخت کې کړې دې چې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له افغان سیاستوالو سره په خبرو بوخت دی چې د سولې ولاړو خبرو ته څه حل لاره ولټوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو اعلی چارواکی وايي، زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې افغان حکومت ته یوه پلان سپارل، چې که ومنل شي په بنیاد به یې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د ځینو هېوادونو، حکومتي چارواکو او له حکومته بهر سیاسي مشرانو په ګډون یوه لویه غونډه وشي.

دغه امریکایي چارواکي ویلي دا ناسته به د سولې د بهیر او راتلونکي په اړه بحث وکړي او یوه تګلاره به وټاکي.

افغان حکومت وایي امنیتي او دفاعي ځواکونو یې تېر کال د وسلوالو طالبانو په ضد په ټول هېواد کې 2,000 عملیات کړي دي ځکه چې وایي دې ډلې په عامه ابادۍ کې پناه اخیستې وه، خو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي‌ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG