لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حقاني په وېنا کې د طالبانو خپلمنځي شخړې څرګنديږي


د افغان طالبانو د حقاني ډلې مرستیال مشر سراج الدين حقاني يوه ويډيو خپره شوې چې پکې ليدل کيږي هغه پلويانو ته خبرې کوي او پکې د طالب جنګيالو خپلمنځي شخړو، د امادګۍ نشتوالی او انتظامي مسلو خبرې کوي.

د سراج الدين حقاني دغه خبرې چرته او کله شوي؟ دا نه ده مالومه.

د وي او اې انګرېزۍ د خبر ترمخه حقاني خپلو پلويانو ته په خبرو کې وايي، "د نړۍ د مغروره امپراتورانو غرور مات کړئ چې يو داسې ماحول جوړ شي چرته چې دوی په ازاده ناسته کولی شي".

او له دغې وروسته یې په خپلويانو غږ کړی چې د تيرو دوه لسيزو راهسې د هغه په خبره په جهاد کې لاس ته راوړنې به يې په تاوان کې بدلې شي که چرته دوی په خپل کار مخلص او ارادې يې سمې نه وي.

هغه طالبانو ته د جهادي دندو په سمه توګه نه ترسره کولو ځورونه کړې او مثال يې وړاندې کړی چې" که اوس مجاهدينو ته اووايو چې مونږ ته ننګرهار کې د وردګ، غزني يا نورو صوبو څخه ضرورت دی نو کله کله دوی اووايي چې خپل نمبر يې تېر کړی، اوس ژمی دی، مونږ به په سپرلي کې ځو. نو که ژمی وي او سپرلی وي نو ولې دا فرض دنده نه ده؟، نو ولې تاسو ژمنه نه وه کړې چې په هر حال کې به اطاعت کوو؟".

هغه د ډلې پلويانو ته ویلي چې" څنګه دوی خپل تنظيمي جوړښت پراخه کړو، مخالفت پکې رامنځته شوکوم چې د تنظيم يو والي ته د خطر سبب ګرځي".

هغه ويلي "کله کله يو کمېشن ځان د بل کمېشن مخالف او يو رياست د بل رياست مخالف ګڼي، هغه د خفګان څرګندونه کړې چې ډله بايدد يو بل پرضد په سازشونو او پروپېګنډه خبر وساتي".

هغه خبرداری ورکړی چې "دښمن يې د دغو اختلافاتو نه ګټې پورته کوي او د دې بدمرغۍ يواځينې سبب نااميدي، نقاق او لفظي شخړې دي".

حقاني ویلي د دې مقصد دپاره دې د خپلو مشرانو خبره ومني که څه هم ځينې مشران يې خوښ نه وي.

"ځان ته اووايئ چې خپله خوله به بنده ساتم په ايماندارۍ او جذبې سره به خپل کار کوم اطاعت به کوم".

هغه په سيمه کې د شکايتونو په ترلاسه کېدو خبردار ورکړی چې "د وژل شوو جنګيالو د کونډو او ماشومانو خيال وساتئ. هغه زياته کړې اورېدلي يې دي چې د وژل شوو جنګيالو ښځې د هغو وروڼو په زوره د کورونو ويستي او په بازارونو کې پرې خېرات غواړي".

د امریکا سره د طالبانو تير کال په فرورۍ کې په دوحه کې د سياسي جوړ جاړي د خبرو په اړه هغه ويلي، "چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخنذاده د دغو ټولو خبرو څارنه کوي، په ساده ټکو کې هغه د لوړې کچې په هره خبره د شورا د غړو، بيا د شېخانو او بيا د پوره اطمينان وروسته یې د قطر دفتر ته ليږي".

هغه جنګيالو ته ویلي چې د قطر په دفتر شک نه کوي ، او د دښمن د پروپېګنډې نه ښکار کيږي.

حقاني په امريکا د بې باورۍ تور لګولی چې د دوحې د تړون سرغړونه کوي خو ټينګار يې کړی چې طالبان به په دغه معاهده ټينګ ولاړ وي.

هغه خبرداری ورکړی او دعوه يې کړې چې ډرون ټيکنالوجي او ميزايلې يې ترلاسه کړي او خپل وسله وال قوت يې پياوړی کړی دی، هغه ويلي که معاهده ماته شوه دې ځل به جګړه نور سخته وي.

د شخړو د حل يوې ازادې ادارې (د نړيوال کړکېچ ډلې) انډريو وېټکينز د حقاني ډلې د وسلې ترلاسه کولوخبرې په اړه ويلي، "دا د جنګي سټراټيجۍ نه زياته د حوصلې سېوا کولو خبرې دي".

د واټکيز په خبره "د هغه (حقاني) پېغام په اصل کې د صبر او د زغم دی. چې صبر وکړئ او وايي چې د تير په پرتله يې نوې وسله ترلاسه کړې ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG