لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: داعش ډلې که مځکنی خلافت بایللی خو آنلاین خلافت یې فعال دی


واشنګټن ـــ د امریکې په څېړنیز مرکز ایټلانټیک کونسل کې "د داعش راتلونکی" تر سرلیک لاندې یو آنلاین بحث وشو چې پکې بېلابېلو څېړونکو وویل، په عراق، شام، افغانستان او افریقا کې داعش ډله د بیا فعاله کېدو په حال کې ده او وایي اوس یې ډیجیټل فعالیتونه زیات شوي دي.

د اټلانټیک کونسل یوه بهرني همکار او خبریال بورزاو دراګاهي وویل، په عراق او شام کې که د داعش ډلې خلافت ته سخت زیان رسېدلی خو اوس یې په افریقا او اېشیا کې منګولې ښخې کړې او پر انټرنیټ زیاته فعاله شوې ده.

ښاغلي بورزاو دراګاهي د وي او اې ډیوه د دې پوښتنې چې افغان حکومت خو د داعش ډلې د ځپلو دعوې کوي، خو دا ډله اوس هم فعاله ده او په جلال اباد کې یې د انعکاس ټیلیویژن د درو ښځینه کارکوونکو د وژنې ذمه واري هم ومنله، په جواب کې وویل:

"[په افغانستان کې] د داعش بیا را پورته کېدو یو ډول ډاروونکې فضا پیدا کړې ده، چې یوه ښکاره وجه یې د ریاست ناکامي ده، داعش د ریاست له کمزورۍ ګټه اخلي، ځکه چې د افغانستان په ځینو برخو کې په بشړه توګه لاقانونیت دی، همدا وجه ده چې داعش وده کوي".

د اردن د ځوانانو او کلتور پخواني وزیر او سیاسي څېړونکي محمد ابو رومان وویل، داعش ډلې د وسلوالو په ګومارلو او پروپیګنډه کې ډېر پرمختګ کړی دی، وایي دې ډلې که د خپل مشر تر وژل کېدو وروسته پر مځکه خپل خلافت بایللی دی خو آنلاین خلافت یې فعاله دی:

"موږ باید په عربي نړۍ کې ترهګرۍ ضد او توندروۍ ضد پالیسۍ ته توجه وکړو، موږ باید هغو زرګونو ځوانانو ته هم پام وکړو چې له زندانونو را خوشي شوي او له داعش ډلې سره ملګري شوي دي".

د امریکې د جارج ټاون پوهنتون د قانون په مرکز کې د ملي امنیت د قانوني چارو همکارې مارا رېوکین- چې په عراق کې یې د څېړونکې په توګه وخت تېر کړی- وویل دا به هیڅ امکان ونه لري چې داعش ډله په عراق کې په نیژدې وخت کې هغسې پیاوړې شي لکه تر ۲۰۱۴م مخکې، وایي وجه یې د عراق په شمال او ختیځ کې د سنيانو په ضد پراخ تشدد دی:

"زما په نظر دا به ډېره ګرانه وي چې داعش ډله بیا د عراق د خلکو د زړونو ګټلو هڅه وکړي ځکه چې هغوی تر اوسه پورې د داعش ډلې له لاسه له ذهني‌ صدمې نه دي را وتلي".

مېرمن مارا رېوکین وویل، دا د عراقي حکومت هغې پالیسۍ اندېښمنه کړې چې د داعش تر واک لاندې سیمو څخه بې کوره شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنوي، ځکه چې وایي کېدای شي هلته دوی د دې ډلې له انتقام سره مخ شي.

د ایران او عراق لپاره د امریکې د اسسټنټ سیکرټري پخواني مرستیال او د ایټلانټیک کونسل بهرني همکار اینډریو پیک وویل، په شام کې په سفارتي توګه د داعش تر ټولو ستر تاوان بهرنۍ مرستې ته د هغوی نه رسایي ده.

ښاغلي اینډریو پیک د دې پوښتنې چې د جوبایډن اداره به د داعش د ماتې لپاره د شامي ځواکونو (ایس ډي ایف) ملاتړ ته دوام ورکړي او که به له منځني ختیځه ووځي په جواب کې وویل:

"زه فکر کوم له ایس ډي ایف سره د امریکې د [ملاتړ] عزم تر هغه ډېر کلک دی کوم چې یو کال مخکې وو او اوسنۍ ادارې تر څه حده د شام په ختیځ کې د خپل شته والي تګلاره ټاکلې ده".

د یادونې وړ ده چې د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دعوه کړې وه چې په عراق او شام کې یې داعش ډلې ته ماتې ورکړې ده.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG