لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د لنډمهالي حکومت په اړه د امریکې له نوي پلان سره د افغان حکومت مخالفت به اغېز ونه لري


کابل ــــ راپورونه وايي امریکې د افغانستان لپاره د سولې داسې یو پلان چمتو کړی چې د اوسني حکومت د بدلون او د یوې لنډمهالې ادارې د جوړېدو غوښتنه پکې شوې، خو د افغان حکومت له غبرګونونو ښکاري چې د دې طرحې مخالفت کوي.

تېره ورځ د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي وو چې په هیڅ قیمت به د خپلو خلکو پر سره معامله ونه کړي.

افغان حکومت پر شته لاسته راوړنو، اساسي قانون او جمهوریت باندې ټینګار کوي، خو د سیاسي چار شنونکي بیا وایي هغه څوک چې د دې طرحې مخالفت کوي دوی په ویره کې دي چې خپلې څوکۍ به وبایلي.

د سیاسي شنونکو په خبره پخوانیو چارواکو یاده طرحه له امریکا سره شریکه کړې وه او اوسنۍ طرحه د هماغه نظرونو انعکاس دی، چې دا طرحه به د خبرو د چټکوالي سبب شي.

خو د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له لوري یو بلنلیک خپور شوی، چې پکې ويل شوي، د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه به په مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه وشي.

په دغه بلنلیک کې د افغان حکومت او ملي پخلاینې شورا دوه دوه غړي، د سیاسي مشرانو۷ غړي او د طالبانو ۵ غړي بلل شوي دي. ښاغلي کابلوف ویلي، په دغه غونډه کې به د جګړې پر ښکېلو غاړو سربېره د امریکا، پاکستان، روس او چین استازي هم ګډون ولري.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته د مسکو په جوړېدونکي کانفرنس کې بلنه ورکړل شوې ده. همدارنګه نور سیاسي او طالب مشران هم دغه کنفرانس ته بلل شوي دي.

ارګ بیا تر دې دمه په یاده غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه‌ دي ویلي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله ازاد وایي د افغان دولت مخالفت یا اعلان شوی دریځ به کوم تاثیر ونه لري.ازاد زیاتوي:

" افغان دولت د دې طرحې د مخالفت توان نه لري ځکه چې ویره یې یوازې د واک د لاسه ورکول دي."

ددې طرحې په دریم وړاندیز کې دا راغلي چې د ترکیې حکومت به په راتلونکو څو اوونیو کې د دواړو لوريو یوه لویه غونډه راوبولي، چې د سولې تړون نهايي کړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن له صدر غني او مطرح لوبغاړو غوښتي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي. په څلورم وړاندیز کې بیا لیکل شوي، چې په افغانستان کې باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.

د طرحې له مخې، په افغانستان کې بايد د ۹۰ ورځو لپاره تاوتریخوالي کې کمښت راشي، چې د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو او جګړې مخنیوی وشي.

د سیاسي چارو کتونکی هدایت الله پکتین وایي، امریکا غواړي په اوسني حکومت کې بدلون راولي ځکه له اوسني حکومته راضي نه دي د هغو اهدفو لپاره چې دوی راغلي هغه نه دي ترلاسه شوي.

"د اوسني حکومت هڅه هم دا ده چې نه غواړي سوله د چوکۍ په بیه تمامه شي، همدا د قدرت او چوکي په خاطر کې ده چې په یو لړ مخالفتونو او کارونو باندې لاس پورې کړي او د سولې په هره برخه کې مخالف دریځونه څرګند کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ( یوناما) مشره د افغان سولې له ښکېلو لوریو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللې ده.

یوناما ویلی، دیبورا لاینز د سې شنبې- نهې په ورځ قطر ته روانه شوې ده او په دې سفر او لیدنه کې به پر دې هم خبرې او بحث وکړي، چې ملګري ملتونه څنګه د سولې د روانو هڅو لا ښه ملاتړ کولی شي.

دوحې ته د مېرمن لاینز سفر داسې مهال پیل شوی، چې د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د درېیو میاشتو لپاره د اورکم رامنځ ته کېدو او لنډمهالي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG