لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې له دوولس کلنۍ پورته نجونو پر ترانې ویلو بندیز: کورني او بهرني مخالفتونه


واشنګټن ــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل پر افغان حکومت ږغ کړی چې د تعلیم وزارت هغه امر دې سمدستي بیرته واخلي چې له دوولس کلنۍ پورته نجونو باندې یې په جشنونو کې پر ترانې ویلو بندیز لګولی.

ایمنیسټي انټرنېشنل د جمعې په ورځ پخپلو پرله پسې ټویټونو کې د دې کار مخالفت کړی او دا یې د ماشومانو د حقونو په اړه د افغانستان او نړیوالو قوانین خلاف او د نجونو په ضد توپیري چلند بللی:

"د ځان د اظهار ازادي او په هنري او کلتوري فعالیتونو کې برخه اخیستل باید د جنسیت په بنیاد محدود نه شي، دوی هغه حق لري چې ټول ماشومان باید خوند ترې واخلي".

د افغانستان د تعلیم وزارت یوه اوونۍ مخکې یو فرمان جاري کړی وو او د مارچ پر لسمه نېټه پر ټولنیزو رسنیو خپور شو، چې پکې یې ویلي تر دوولس کلنۍ پورته نجونه په سرکاري او غیرسرکاري سکولونو کې په هغو غونډو کې ترانه نه شي ویلای چې سړي هم پکې وي.

د برتانیې حکومت هم ویلي دوی په بیړنۍ توګه د دې پلټنه کوي چې آیا افغان حکومت په هغو سکولونو کې هم نجونې له ترانو ویلو را ګرځوي چې د برتانیې په مرسته چلېږي.

ټیلیګراف ورځپاڼه وایي برتانیې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د سکولونو د استادانو د تنخاوو په برخه کې په لسګونو میلینه ډالره لګولې دي او وایي د دوی په مرسته اوس درې لکه نجونې سکولونو ته ځي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د ګډو ګټو او پرمختیا د چارو دفتر په یوه بیان کې ویلي "موږ د دغو رپوټونو په اړه د افغانستان د تعلیم له وزارته بیړنی سپیناوی غوښتی دی چې آیا دا به د برتانیې په فنډ چلېدونکو تعلیمي ادارو باندې هم ممکنه اثر ولري".

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم د تعلیم وزارت دغه ګام غندلی او ویلي یې دي د ماشومانو پر حقونو او ازاديو هر ډول بندیز د بشري حقونو د عمومي اصولو، د ماشوم د حقونو د کنوینشن او د افغانستان د اساسي قانون او د ماشوم د حقونو د ملاتړ د قانون د اصولو خلاف کار دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېشن د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پوهنې وزارت باید د ماشومانو تر منځ توپیري چلند دود نه کړي او هغوی ته په عمومي غونډو، پروګرامونو، لمانځغونډو او د هرکلي په پروګرامونو کې د ګډون اجازه ورکړي:

"زدکړه، د وينا ازادي او هنري مهارتونو ته لاسرسی، د سن [عمر] او جنس له تبعيض پرته د ټولو ماشومانو لومړني، بنسټي حقونه دي. ماشومان، نجونې او هلکان کولای شي د قوانينو په چوکاټ کې په برابر او آزاد ډول له خپلو حقونو ګټه واخلي".

پر ټولنیزو رسنیو هم د تعلیم د وزارت د دې اعلان په اړه بېلابېل غبرګونونه راغلي چې ځینو خلکو یې ملاتړ کړی خو ډېرو یې دا کار په سختۍ سره غندلی او دا یې "د طالبانو د واکمنۍ غوندې د توندروۍ اقدام" بللی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د تعلیم وزارت د دې اعلان په ضد د #IAmMySong په نوم هېشټېګ پیل شوی چې ګڼ شمېر نجونو پکې پخپلو ږغونو کې په پښتو او دري ژبو وېډیویي ترانې خپرې کړې دي.

د افغانستان د تعلیم وزارت په یوه بل مکتوب کې چې د کابل سکولونو ته یې لېږلی ویلي، چې تر شپږم ټولګي پورې نجونې او هلکان د دوی له میندو پلرونو سره تر سلا مشورې وروسته په ګډو غونډو او جشنونو کې ترانې ویلای شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG