لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت، امریکا او طالبان د سولې په اړه د ماسکو په کانفرنس کې ګډون کوي


کابل ــــ په ماسکو کې د سولې کانفرنس کې د امریکا او افغان حکومت په شمول ټول بلل شوي اړخونه په دې ناسته کې ګډون کوي. له افغان حکومت نه د عبدالله په ګډون لس کسیز پلاوی دې غونډې ته ورځي.

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او لازمې همغږۍ رامنځ ته شوې دي.

تازه د افغانستان لپاره د روس د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د امریکا په ګډون ټولو بلل شوو لورو د ماسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې د سولې بهیر پر چټکتیا خبرې کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي "په دې کتنه کې ډاکتر زلمي خلیلزاد د وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې".

طالبانو هم د مسکو غونډې لپاره د خپل پلاوي د ټاکلو خبر ورکړی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي:

"د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ به د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړی لس کسیز پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي."

سیاسي شنونکي په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه بولي.

ټاکل شوې چې د ماسکو غونډه د دې اوونۍ په وروستیو کې وشي، چې افغان حکومت، سیاسي مشرانو، امریکا، قطر، د سیمې هېوادونو او طالبانو پکې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی.

د سرچینو په خبره، په دې غونډه کې به د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشرحامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، استاد محمد کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، میر رحمان رحماني، محمد علم ایزدیار، محمد معصوم ستانکزی، سید سعادت منصور نادري، ډاکتر حبیبه سرابي، نادر نادري، متین بیګ هغه کسان دي چې د مسکو غونډه کې به ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د ماسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو کتونکی رحیم الله سمون وایي په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه ده. سمون وایي، عبدالله، زلمی خلیلزاد او ملا برادر د ټولو اړخو استازي دي:

"د دوی ګډون به وکولای شي د سولې دغه غونډه به سرنوشت لرونکې او هیله شته چې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي."

د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه دغه کانفرنس جوړېږي او پکې به د افغان حکومت او طالبانو استازي هم حضور ولري خو وبه لیدل شي چې د افغان سولې په اړه د یاد کانفرنس پایلې څه کیدای شي .

خو په متحده عربي اماراتو کې افغان سفیر له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي دوحه کې د سولې خبرې ناکامې او کوم موثریت نه شي درلودلی، اړتیا ده چې په بل هیواد کې د سولې خبرې پیل او یوې پایلې ته ورسیږي ځکه چې وایي طالبان اوربند ته نه دي هڅېدلي، جګړه او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG