لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: ګرانه به وي چې له افغانستانه د مې په لومړۍ نېټه ځواکونه وباسو


واشنګټن ــــ د اې بي سي نیوز سره په یوه مرکه د امریکې صدر جوبايډن ویل چې د افغانستان نه ځواکونه د مې په وړومبۍ نېټه کېدلای شي خو ګرانه به وي. بايډن وایي که چېرې نېټه غزوي نو دا به ډېره لرې نه وي.

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو سره د نړیوالو ځواکونو راویستلو په بدل کې د طالبانو سره د تړون ختمولو او بین الافغاني مذاکراتو شورو کولو په اړه لوظنامه لاسلیک کړې وه. امریکې ویلي وو چې ځواکونه به د مئې د میاشتې د وړومبۍ نېټې پورې افغانستان پریږدي.

خو د لوظنامې د یو کال نه زیاته موده وشوه او تر دې دمه په بین الافغاني مذاکراتو کې هیڅ قسمه پرمختګ نه دی شوی او په افغانستان کې مرګ ژوبله کې هم څه کمی نه دی راغلی.

په دې موده کې پرله پسې د افغانستان، امریکې، نېټو او ملګرو ملتونو مشرانو د طالبانو غوښتنې کړي چې په تشدد کې دې کمی راولي.

بایډن اې بي سي نیوز سره خپله مرکه کې ویل چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ له خوا شوې لوظنامه ډیره ښه نه وه. صدر زیاته کړه چې دوی د ایتلافیانواو د حکومت سره مشاورت پیل کړی دی او په دې اړه د فیصلې عمل دوام لري.

څېړونکو او خپله د امریکې په کانګرس کې ځینو غړو د امریکې او د طالبانو په لوظنامه پوښتنې راپورته کړي دي او زیاتوي چې لوظنامه کې د طالبانو نه کلکې غوښتنې نه دي شوې.

څو ورځې وړاندې د امریکې له خوا د اتو پاڼو یو وړاندیز د افغانستان د سولې فریقینو ته لیږل شوې. په دغه دستاویز یا لیک کې د امریکې خارجه وزیر اینتهوني بلینکن ښکاره کړې وه چې د ځواکونو د ویستلو نېټه په خپل ځای موجود ده. په دغه دستاویز کې د اوربند او د شراکتي حکومت خبرې هم شامل وې.

د امریکې د سټېټ ډیپارټمنټ ویاند نیډ پاریس په اتم مارچ خبري غونډې ته ویلي وو امریکا د افغانانو په مشرۍ او منشا د تلپاتې سولې ترلاسه کولو لپاره د ډلو نه رايې غوښتلې ده:

"مونږ د پروسې او د بېله بېلو ډلو د مرستو لپاره هڅې کوو او تر خپل حده کوشش کوو چې خپل نړیوال ملګري او د سیمې ملکونه رایوځای کړو او دا په ټولو ښکاره کړو چې د افغانستان په مسقبل، امنیت، ارامۍ او تر اوسه د تر لاسه شوو ګټو، په خاص توګه د ښځو او د جینکو په اړه، په دې کې زمونږ د ټولو مفاد دی".

د اې پي خبري ادارې تر مخه د طالبانو ویاند محمد نعیم ورته منلې ده چې دوی ته دغه وړاندیز ور رسېدلی دی او د دې جاج اخلي.

د امریکې ووډرو ویلسن سنټر کې د اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمین وايي په افغانستان کې د ځواکونو د پاتې کولو یا راویستلو فیصله ډېره ګرانه ده او بله دا چې طالبان به يې د نورو غوښتنو بغیر ونه مني او که چېرې طالبان دا غوښتنه ردوي نو بیا به د بایډن لپاره ډیر عجیبه صورتحال جوړ شي:

"یوخوا که ځواکونه د افغانستان نه د مې په وړومبۍ نېټه وباسي نو هلته به په لویه کچه اړی ګړی رامخې ته شي او که چېرې د دغې مودې نه زیات وخت پورې پوځ په افغانستان کې ساتي نو دا د امریکې لپاره بد کېدلی شي. نه یواځې به جګړه سېوا شي بلکې امریکا به خپله هم په یوه داسې جګړه کې ګېره شي چې غواړي ترې بهر شي".

ځینو څېړونکو د بايډن انتظامیې د نوو وړاندیزونو هرکلی کړې او ویلي دي چې افغانستان کې د یو کال راهسې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه لیدل کېدلو ځکه ضروري وه چې یوه بله لاره وکارول شي.

د افغان حکومت یو اعلی پلاوی نن په ماسکو کې کېدونکې غونډه کې برخه اخلي. روس ویلي دي په دې غونډه کې به طالبان او د سیمې د ملکونو نمایندګان برخه هم اخلي. د ماسکو تر غونډې وروسته ترکي کې هم د افغانستان د سولې په اړه غونډه کېدونکې ده، خو امریکې او افغانستان ویلي دي چې دا غونډې د قطر ځای نه نیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG