لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا له خوا د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې
تازه خبر

امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا له خوا د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې


د امریکا خارجه سېکتر انتوني بلینکن او د جنوبي کوریا خارجه وزیر چونګ ایو ینګ کرونایي روغبړ کوي
د امریکا خارجه سېکتر انتوني بلینکن او د جنوبي کوریا خارجه وزیر چونګ ایو ینګ کرونایي روغبړ کوي

واشنګټن ـــ د امریکا او جنوبي کوریا لوړپوړو چارواکو تر منځ د جنوبي کوریا په سر ښار سېول کې د شمالي کوریا لخوا د امنیتي ګواښونو په سر خبرې اترې پای ته رسېدلې. سره د دې چې واشنګټن د پیانګ یانګ سره د خبرو اترو تازه هڅې پېل کړي، د کیم جان اون حکومت ویلي دوی خبرې اترې نه کوي.

د امریکا خارجه سېکتر انتوني بلېنکن د دفاع سېکتر لایډ آسټن سره په ګډه د جنوبي کوریا په سرښار کې د دغه هیواد د دفاع وزیر، د خارجه چارو وزیر چونګ ایو ینګ او د قامي دفاع وزیر سو ووک سره د خبرو اترو په وخت ویلي، واشنګټن په دغه سیمه کې د شمالي کوریا لخوا پېښو ګواښونو په اړه د خپلو اتحادیانو سره همکاري کوي.

ښاغلي بلېنکن ویلي: "مونږ د شمالي کوریا د ایټمي وسلو نه پاکولو، امریکا او اتحادیانو ته د ورپېښو دهړکو کمولو او د کوریايي اولس چې پکې د شمالي کوریا خلک هم راځي د هغو په ژوند کې ښه والي راوستو ته ژمن یو".

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر سو ووک په دغه مهال ویلي شمالي کوریا دریو واړو هیوادونو ته ګواښونه لري. هغه وايي، مونږ موافق یو چې د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان تر منځ درې اړخیزه امنیتي همکاري د شمال ختیځې اېشیا د خوندیتوب لپاره مهمه ده.

د بایډن انتظامیې ویلي دوی هڅه کړې چې د شمالی کوریا خبرې اترې بیرته پېل کړي او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مِشن او په نورو لارو دوی ته د رسېدو هڅې کوي خو ورته د شمالي کوریا لخوا کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.

پیانګ یانګ هم د زیارت- پنجشنبې په ورځ دغه خبره منلې، خو د شمالي کوریا نایب خارجه وزیرې چو سن هويي لخوا په سرکاري مېډیا خپاره شوي بیان کې ویل شوي، حکومت به تر هغې د امریکا سره خبرو اترو ته نه کښېني تر څو چې امریکا د شمالي کوریا په اړه خپله سخته پالیسي نه وي بدله کړې.‌

په سېول کې د جزیره نما کوریا په اړه یوې څیړنیزې ادارې څېړنکار هین جن کوو وايي کېدای شي پیانګ یانګ دا اشاره ورکوي چې دوی د لوړې کچې رابطې غواړي لکه څنګه چې دوی د تېر صدر ټرمپ په انتظامیه کې ترلاسه کړې وې.‌

دی وايي "دوی خپل ځان درنول او سره د دې د موجوده بندیزونو کې لږه نرمي غواړي، کومو چې د شمالي کوریا اقتصاد اغېزمن کړی په خاصه توګه د وبا خورېدو وروسته".

خو سره د دې هر څه هین جن کوو وایي د بلینکن او آسټن دا تازه سفرونه د امریکا او اتحادیانو لپاره یو بدلېدونکی حالت دی.

د جنوبي کوریا سرښار د بایډن د انتظامې د کابینې د لوړپوړو غړو دویم پړاو وو.‌ روانه اونۍ یې په جاپان کې د جاپاني چارواکو سره هم خبرې اترې کړي.

د جنوبي کوریا نه به د امریکا د دفاع سېکتر آسټن د امنیتي خبرو اترو لپاره د جمعې په ورځ هند ته رسیږي، خو بلینکن به الاسکا ته سفر کوي او هلته به هغه د چین سترو خارجه چارواکو سره ویني.

بلېنکن ویلي، د پیانګ یانګ نیوکلیايي وسلو نه پاکولو یا بې وسلې کولو کې چین مهم رول لوبولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG