لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت او طالبان د ماسکو تر غونډې وروسته سلا شوي چې د سولې خبرې ګړندۍ کړي


واشنګټن ــــ یوه اعلی افغان چارواکي ویلي په ماسکو کې د افغان سولې په اړه تر پروني کانفرنس وروسته د حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو یوه ناسته کړې او دواړه پر دې سلا شوي چې په قطر کې د سولې خبرې تېزې کړي.

د افغانستان د روغې جوړې د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د روس آر ای اې خبري ایجنسۍ ته ویلي، د طالبانو له پلاوي سره یې د جمعې په ورځ لیدلي خو وایي بې له دې چې دواړو خواوو د خبرو د تېزولو ژمنه وکړه پر بله موضوع یې خبرې نه دي کړې:

"موږ خپله تیاري ظاهره کړه چې د [سولې] بهیر به ګړندی کوو، دوی [طالبانو] هم همداسې وکړل".

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د افغان سولې په اړه په ماسکو کې د یو ورځني کانفرنس په پای کې امریکې، روس، چین او پاکستان پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې سمدستي ډزبندي وکړي او د سولې خبرې روانې کړي.

د طالبانو د مذاکراتي ډلې یوه غړي سهېل شهین هم د جمعې په ورځ په ماسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د سولې خبرې باید ګړندۍ شي. د طلوع نیوز د خبر له مخې سهېل شاهین ویلي:

"دا ډېره مهمه ده چې مذاکرات باید تېز شي ځکه چې دا به پخې ډزبندۍ او په ټول هېواد کې امن ته په رسېدو کې مرسته وکړي او همدا زموږ هدف دی".

د ماسکو د کانفرنس مقصد د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې پرمختګ راوستل وو، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ځینې اختلافاتو له کبله ځنډېدلې وې او دواړو یې پر یو بل د ځنډ تورونه لګول.

د ماسکو غونډې په خبرپاڼه کې له دواړو اړخونو غوښتنه شوې چې تشدد ختم کړي او پر طالبانو یې ږغ کړی وو چې په پسرلي او دوبي (اوړي) کې د تېرو کلونو غوندې جګړه اعلان نه کړي.

د کانفرنس په ګډه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي وو، د ټرایکا هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2020م کال د 2513 قرارداد له مخې د طالبانو د اسلامي امارت بیرته فعالېدل نه غواړي.

طالبانو تر اوسه د سولې د ماسکو د غونډې د خبرپاڼې او په ماسکو کې د افغان حکومت له پلاوي سره د جمعې په ورځ د لیدنې او د سولې د خبرو د تېزولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ماسکو تر کانفرنس وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي او د طالبان د قطر دفتر د ویاند ډاکټر محمد نعیم په وینا

"په ملاقات کې د افغانستان د وضعیت او بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې اترې او تبادل د نظر وشو. دواړو لوریو د خبرو اترو له لارې د ستونزو په هواري او ټینکار وکړ".

د ماسکو کانفرنس په ګډه خبرپاڼه کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتل شوي، دا دې باوري کړي چې ترهګرې ډلې او کسان د هیڅ بل هېواد امنیت ته د خطر جوړېدو لپاره ونه کاروي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ داسې تړون باید وشي چې د دې هېواد د ښځو، سړیو، ماشومانو، د جنګ د قربانیانو او اقلیتونو په ګډون د ټولو وګړو حقونه پکې خوندي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG