لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان دفاع وزارت وایي تېر لمریز کال 18,000 طالبان په جګړه کې وژل شوي


واشنګټن ـــ د افغانستان د دفاع تلونکي مرستیال وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، تېر 1399م لمریز کال یعنې د 2020م کال د مارچ له 21مې تر نن ورځې پورې د افغان ځواکونو لپاره سخت کال وو.

د طلوع نیوز د خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت وایي په تېر لمریز کال کې لږ تر لږه 18,000 وسلوال طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي، خو طالبانو دا شمېر نه دی تایید کړی.

شاه محمود میاخېل د شنبې- خالي په ورځ‌ ویلي، افغان ځواکونو په تېر کال کې د هېواد 95 فیصده د ترهګرۍ ضد عملیات پر خپله غاړه اخیستي وو او وایي دوی په داسې وخت کې د وسلوالو په ضد جنګېدل چې په ژمي کې هم جګړه تم نه شوه.

افغان امنیتي ځواکونه وایي په تېرو څو اوونیو کې لږ تر لږه د هېواد په 40 فیصده خاوره کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه.

د تېر کال په اوږدو کې وخت په وخت په جګړو کې د افغان عسکرو د وژل کېدو خبرونه هم ورکول کېدل خو دفاع وزارت په ټول کال کې د وژل شویو عسکرو شمېر نه دی ویلی.

د طلوع نیوز د خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په تېر لمریز کال کې د اتو ولسوالیو واک له طالبانو څخه بیرته تر لاسه کړ.

د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایي د تېر کال په فرورۍ کې چې د امریکې او طالبانو تر منځ تړون لاسلیک شو، د دوی تمه دا وه چې جګړه به کمه شي خو وایي جګړې لا زور واخیست:

"په ریښتیا چې ستونځې ډېرې وې ځکه چې دوی [افغان ځواکونو] د نړیوالو ځواکونو د شمېر په کموالي سره ډېرې ذمه وارۍ تر لاسه کړې. دا یو نوی اړخ وو او دا اسانه نه وو".

دفاع وزارت وایي هلمند، کندهار،‌ اروزګان، فراه، بغلان، کندوز او فاریاب هغه ولایتونه دي چې تېر کال پکې جګړه زیاته وه او وايي حتی کله کله خو به تر پایتخت کابل پورې هم جګړه و غزېده.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته ستنېدنې وزارت وایي، په تېر لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړو زرګونه کورنۍ کډو ته مجبوره کړې. وایي په تېر کال کې تر 70,000 زیاتې کورنۍ له ناامنو بې ځایه شوې وې.

وزارت وایي کندوز له هغو ولایتونو دی چې تر ټولو زیاتې 10,000 کورنۍ پکې په تېر کال کې له خپلو سیمو په هېواد کې دننه نورو سیمو ته کډه شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG