لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:باید طالبان دپردیو د استعمال وسیله نه شي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې باید د پردیو د استعمال وسیله نه شي اؤ ویلي یې دي “یو افغان بل افغان ته نه تسلیمیږي، په روغې، په سولې او منطق به یو او بل ومنو"

دیکشنبې په ورځ ارګ کې د نوروز په اړوند د راجوړو شوؤ مراسمو په مهال ولسمشر غني ویلي” زه دلته د قدرت لپاره نه بلکی خدمت لپاره راغلی یم او د خدمت معنا داده چې مطمئن شم، سوله چې راځي عادلانه او تل پاتې ده او افغانان باید په یوه سوکاله، آرام او مستقل افغانستان کې ژوند وکړي”

هغه ویلي تل پاتې او عادلانه سوله زموږ اصلي موخه، هیله او عظم دی اؤ تل پاتې سوله هغه سوله ده چې د افغان ولس د هوساينې، امن او سوکالۍ لامل وگرځي او دالله رضا په کې وي.

هغه په طالبانو غږ وکړو “راشئ چې یو اؤ بل ومنو اؤ دا وطن په ګډه اباد کړو ،په ګډه ورته خوشحالي راولو اؤ دپردیو لاسونه بند کړو”

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې سرچینې وایي د ماسکو د اوسنۍ غونډې په مهال طالبان د امریکایانو سره په یوه لنډ مهالي اوربند سلا شوي دي.

سرچینې وایي په دغه طرحه کې راغلي چې طالبان به تر دریو میاشتو پورې په ښارونو بریدونه نه کوي او ولسوالۍ به نه نیسي.

ددې طرحې دجذئیاتو په حواله دطالبانو دقطر ددفتر ویاند محمد نعیم برتانوي خبري شبکې بي بي سي ته ویلي دا طرحه څو میاشتې وړاندې مخې ته راوړل شوې وه چې له مخې به یې ټولې خواوې عملیات کموي اؤ د دوحې د تړون ټولې مادې به عملي کوي.

اسلام اباد کې میشت وتلي خبریال طاهر خان ویلي په یاده طرحه قطر کې دطالبانو اؤ زلمي خلیلزاد ترمنځ خبرې شوي خو څه پرېکړه پرې نه ده شوې.

په افغانستان کې د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل تیره ورځ ویلي وؤ څومره چې د افغانستان جګړه پیچلي ده هم دومره د سولې خبرې هم پیچلي دي.

دهغه په وینا د افغانستان قضیه دوه اړخونه لري چې یو یې د عامه افکارو د مصروف ساتلو لپاره د سکرین پر مخ ده او بل یې د پردې تر شا خبرې چې دا یې اصل اړخ دی.

نوموړي ډیوه ته ویلي افغانانو ته د دوحې خبرو پیل یو ښه فرصت ؤ خو دوی ونه توانیدل چې د دغې فرصت څخه ګټه پورته کړي او دغې قضیې ته د حل لار پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG