لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله: د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې ته هیلې لرو چې پرمختګ وشي


کابل ـــ د افغانستان د روغې جوړې د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، تمه ده په ترکیه کې جوړېدونکې غونډه به د افغان سولې په پروسه کې د پرمختګ سبب شي.

عبدالله د ترکیې له انادولې خبري ایجنسۍ سره په خبرو کې ویلي، د دوحې د خبرو تر څنګ د استنابول غونډې ته تمه شته، چې د سولې په روانو هڅو کې به پرمختګ وشي.

عبدالله عبدالله ویلي، له طالبانو سره به د خبرو نهايي پرېکړه وخت نیسي؛ خو دواړه لوري باید لږ تر لږه پر اوربند موافقه وکړي، چې په هېواد کې د بې ګناه افغانانو وینه ودریږي.

ډاکټر عبدالله پرون د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ډیبورا لینز سره د ترکیې د راتلونکې ناستې او سولې په اړه خبرې کړې دي.

د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي ټاکل شوې چې ډېر ژر په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې غونډه وشي.

دده په خبره په دې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت مشران ګډون کوي خو نوموړي دا نه ده واضح کړې چې تر کومې کچې مشران به په دې غونډه کې حاضر وي.

د سیاسي چارو شنونکي وایي د ترکیې غونډه به هم د مسکو ناستې په شان کوم د پام وړ اغېز او معلومې پایلې ونه لري خو بیا هم هیله لري چې دا ناسته به د سولې لپاره موثره تمامه شي او پایلو ته یې خوشبینه دي.

که څه هم د یادې غونډې کره وخت لا هم معلوم نه دي؛ خو ویل کېږي دا غونډه به د رتلونکې اپرېل میاشتې په نیمايي کې وشي.

د سیاسي چارو کتونکی نجیب الله ازاد وایي د استانبول ناسته په دوو دلایلو مهمه ناسته ده، اول په ډاګه شوه چې د افغانستان د شخړې د حل کیلي د افغان دولت او طالبانو سره نه بلکې د متحده ایالاتو او د سیمې له هېوداونو سره ده:

"دا ځل باید دوی یو تفاهم ته سره ورسیږې دویم دا چې په لومړي ځل د افغانستان په شخړه کې ملګري ملتونه داخلېږي نو د دوی تر چتر لاندې دې په نړیوال سټېج دومره لویه ناسته بې له شکه چې د افغانستان د قضيې حل هیلې تر بل هر وخت ډېرې وي."

ازاد وایي ددې ناستې مقصد به په افغانستان کې سیاسي تحول راوستل او تر څنګ یې سیمه ییز پیوستون ایجادول وي، په افغانستان کې د سیاسي بدلون پرته نه جګړه پای مومي او نه سمه ییز پیوستون رامنځ ته کېدای شي.

تېره ورځ بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

یوناما په یو ټویټ کې ویلي ډیبورا لاینز له عبدالله سره د سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د استانبول ناستې، د تاوتریخوالي پر کمښت او له ډیپلومېټیکو لارو د افغان ستونځې پر حل بحثونه کړي دي.

مېرمن ډیبورا لاینز په دې وروستیو کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره لیدلي او پرون یې د یادې لیدنې جزیات د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم وړاندې کړي دي.

که څه هم د افغان حکومت دریځ د ترکیې ناستې په اړه واضح نه دی خو د سیاسي چارو کتونکی منصور یوسفزی وایي کومه غونډه چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې وشي د افغان سولې او د افغانستان راتلونکي برخلېک لپاره ډېره مهمه غونډه ده:

"دا غونډه په داسې مهال رابلل کېږي چې تر دې مخکې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې وې او دا خبرې د یو نامعلوم برخلېک سره مخ وې اوس چې دا غونډه کېږي دلته به افغان حکومت، طالبان او سیاسیان،‌ اپوزیشن او د یو شمېر نورو هېوادونو استازي ګډون کوي دا به ډېره مهمه غونډه وي."

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي افغان جګړه یواځې د خبرو له لارې حل کېږي او امریکا دې ته ژمنه ده چې له ډيپلومېټیکو لارو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي.

ترکیه په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو ناسته کوي، چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې دواړو لوریو په مسکو کې د افغان سولې پر سر ناسته درلوده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG