لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني وایي پوځیان به یې د راتلونکي کال تر جنورۍ په افغانستان کې وي


واشنګټن ــــ د طالبانو پر ټینګار برسېره چې بهرني ځواکونه دې د مې تر لومړۍ ووځي، جرمني اعلان کړی چې خپل ځواکونه به د راتلونکي 2022م کال د جنورۍ تر 31مې په افغانستان کې وي.

رایټرز خبري ایجنسۍ وایي په افغانستان کې د جرمني د پوځیانو موده د مارچ په اخر کې پای ته رسېږي، خو وایي د جرمني پارلمان د پنجشنبې- زیارت په ورځ منظوري ورکړه چې ځواکونه یې 10 میاشتې نور هم په افغانستان کې پاته شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي، له افغانستانه د ځواکونو ایستل باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په خبرو کې له پرمختګ سره وتړل شي. نوموړي ویلي چې کابینې یې د جرمني ځواکونو د پاتېدو منظوري ورکړې ده:

"د افغانستان پېچلي حالت ته مناسبت کتنه کوو او که هلته د امنیت په ناارامه حالت او خطر کې څه بدلون راځي نو باید ورته د جواب ویلو مناسب لچک هم موجود وي".

جرمني د نېټو ځواکونو په اتحاد کې شامل دی او دا مهال په افغانستان کې 1,300 پوځیان لري چې له امریکې وروسته یې په دې هېواد کې د ځواکونو شمېر تر نورو هېوادونو زیات دی.

د ازادي رېډیو د خبر له مخې افغان حکومت د جرمني د پرېکړې هرکلی کړی دی، خو طالبانو یې مخالفت کړی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وي او اې ته ویلي چې د دوحې د تړون باید احترام وشي:

"کوم تړون چې لاسلیک شوی د هغه پابندي باید وشي، که یې پابندي نه کېږي دا ستونځې جوړولای شي او د دغو ستونځو ذمه وار به هغه څوک وي چې تړون ته احترام نه لري".

جرمني په داسې وخت کې دا اعلان کړی چې د امریکې صدر جوبایډن پرون په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، ډېره به ګرانه وي چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

د جرمني حکومت خبرداری ورکړی چې تر وخت مخکې له افغانستانه د نېټو ځواکونو پوځیان ایستل د سولې خبرو ته زیان رسولای شي، وایي نېټو ځواکونه که د مې لومړۍ وروسته هم هلته پاتېږي نو باید د طالبانو تشدد ته تیار و اوسي.

د جرمني تر دې اعلان دوې ورځې مخکې د نېټو ځواکونو عمومي مشر ین سټولټنبرګ په برسلز کې د اتحاد د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل، تر اوسه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د مستقبل په اړه پرېکړه نه ده کړې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم په برسلز کې د نېټو غونډې ته په وینا کې ویلي وو "موږ ګډ [افغانستان] ته ننوتو، ګډ ځای پر ځای شوو، چې وخت راشي ګډ به را وځو".

نېټو ځواکونه دا مهال په افغانستان کې ټول 10,000 پوځیان لري او امریکا 2,500 پوځیان لري چې تر ډېره هلته د افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشورو کې مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG