لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان سولې کانفرنس:‌ خلیلزاد ترکي ته روان شوی. محب: اول دې یې پر نتایجو بحث وشي


واشنګټن ــــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو په خبرو کې د پرمختګ لپاره د ترکي په کانفرنس کې د ګډون لپاره د ترکي او سیمې د هېوادونو په سفر روان شوی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې زلمی خلیلزاد د مارچ پر 25مه ترکي ته روان شوی دی او هلته به د افغان سولې په اړه په اپرېل میاشت کې کېدونکې غونډه کې ګډون کوي.

په بیان کې راغلي ښاغلی خلیزاد به له دواړو لورو سره پر سیاسي حل د خبرو لپاره د هغوی د چمتووالي په هڅو کې همکاري وکړي، چې په افغانستان کې دایمي ډزبندۍ او همېشنۍ او پر انصاف ولاړې سولې ته لار هواره شي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ویلي، چې د ترکي کانفرنس ته یې تیارۍ روانې دي خو وایي تر دې غونډې مخکې باید پر ایجنډا خبرې وشي چې څه به پکې ویل کېږي او نتیجه به یې څه وي.

حمدالله محب د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې یوې امنیتي غونډې ته وویل، طالبان باید د ترکي غونډې ته داسې پلاوی ولېږي چې د پرېکړو واک لري:

"لومړی باید سل فیصده پر ایجنډا خبرې وشي چې د ترکي غونډه به څه ګټه ولري، بل دا چې د طالبانو له خوا څوک ګډون کوي، آیا بیا هم هغسې ډله لېږي چې روس ته یې لېږلی وو او د سولې نه د جنګ غوښتونکی وو، که نه یوه بله ډله لېږي چې د پرېکړو واک هم ولري".

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې امریکایي استخباراتو د صدر بایډن ادارې ته ویلي، چې که امریکایي ځواکونه له طالبانو سره د واک د شراکت پر سر د افغان حکومت تر تړون مخکې ووځي نو طالبان به په دوو درو کلونو کې بیا پر افغانستان واکمن شي.

حمدالله محب دغو اندېښنو ته په جواب کې وویل، که طالبان دا ګڼي چې په افغانستان کې به حالات خراب شي او دوی به بیا واکمن شي، وایي دا د دوی تېروتنه ده ځکه چې وایي هیڅوک هم نور د طالبانو د را ستنېدو ملاتړ نه کوي:

"طالبانو چې دا یو کال د سولې لپاره فرصت درلود د جنګ لپاره یې ترې استفاده وکړه، که [بهرني] سرتېري وځي که پاتې کېږي په دې پورې د جنګ تړل دا معنا نه لري چې ګواکې طالبان دې ته منتظر وو، تر اوسه یې هم جنګ ته دوام ورکړی وو".

حمدالله محب وایي ‌که څه هم افغان ځواکونه اوس پخپله هم د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لري خو دا هم له امکانه لرې نه ده چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې یو ځل بیا کورنۍ جګړې پیل شي.

طالبانو د حمدالله محب د خبرو په جواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې هم تر اوسه د ملګرو ملتونو له خوا په ترکيه کې د افغان سولې په اړه کېدونکې غونډه کې د ګډون په اړه څه ویلي دي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن وړمه ورځ پخپله لومړۍ خبري غونډه کې یو ځل بیا وویل، ډېره ګرانه به وي چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

طالبانو د صدر جوبایډن وروستۍ څرګندونې مبهمې بللې دي او وایي حکومت یې باید د سولې له تړونه سرغړونه ونه کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر 26مه په خپره کړې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که د امریکې په ګډون ټول بهرني ځواکونه له ټاکلې نېټې سره سم د مې تر لومړۍ نېټې ونه ځي نو دوی به مجبوره وي چې بیرته یې په ضد جګړه پیل کړي.

په ترکي کې د افغان سولې په اړه غونډې ته تیارۍ او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له خبرو سره سره په افغانستان کې د تشدد پېښې هم روانې دي. وړمه شپه په هلمند ولایت کې وسلوالو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی چې د یو پولیس افسر په ګډون لس پولیس پکې وژل شوي دي. طالبانو یې ذمه واري منلې ده. د هلمند پولیسو ویاند محمد زمان همدرد دعوه کوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې 15 بریدګر هم وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG