لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد له طالبانو سره د سولې پر تړون او د امریکایي ځواکونو پر وتلو غږېدلی


واشنګټن ــــ د افغان سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ترکیې تر غونډې مخکې قطر ته تللی او وړمه ورځ یې هلته د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره لیدلي او پر ګډ تړون یې ورسره خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي چې په دې ناسته کې د ملا عبدالغني برادر په ګډون د دوی نور مشران او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ پلاوی موجود وو.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکې پلاوي په داسې وخت کې له طالب مشرانو سره لیدلي، چې د طالبانو او امریکې د تړون په اساس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټې ته یواځې یوه میاشت پاته ده. ډاکټر محمد نعیم لیکلي:

"په عمومي توګه په ناسته کې د دوحې د تړون د ټولو مادو پر عملي کېدو بحث وشو او دواړو اړخونو تړون ته پر خپله ژمنتیا ټینګار وکړ".

د طلوع نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې طالبانو ته نیژدې سرچینو ویلي، امریکې له طالبانو غوښتي چې د مې تر لومړې نېټې وروسته په افغانستان کې درې یا شپږ میاشتې نور هم د امریکایي ځواکونو پاتېدا ومني.

طالبانو دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید کړې، ډاکټر محمد نعیم لیکلي چې له زلمي خلیلزاده سره په ناسته کې "د اسلامي امارت له خوا په ټاکلي وخت د بهرنيو ځواکونو په وتلو ټينګار وشو".

ښاغلي خلیلزاد په داسې وخت کې له طالب مشرانو سره لیدلي چې ټاکل شوې په نیژدې ورځو کې په ترکي کې د ملګرو ملتونو په مرسته د افغان سولې په اړه یوه بله غونډه وشي چې د بېلابېلو هېوادونو استازي به پکې ګډون کوي.

د طلوع نیوز په وینا د طالبانو سرچینو ویلي، طالب مشرانو د امریکایي ځواکونو د ځنډېدو په اړه د امریکې د غوښتنې په نتیجه کې وروستۍ پرېکړه لا نه ده کړې، خو وایي طالبان لومړی د دوی د پاته 7,000 بندیانو پر خوشي کېدو او له تور نوملړه د خپلو مشرانو د نومونو پر لرې کېدو ټینګار کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم لیکلي چې له خلیلزاد سره یې پر دې موضوع هم خبرې کړې دي:

"په ناسته کې همدارنګه د پاتې ټولو بنديانو د خلاصون او د تورو ليستونو د ختمولو او نورو اړونده موضوعاتو په اړه خبرې او بحثونه وشول".

د یادونې وړ ده چې په ماسکو کې د افغان سولې په اړه په وروستي کانفرنس کې په ټینګار غوښتنه شوې وه چې په جګړه کې ښکېلې دواړه غاړې دې تشدد کم کړي او ډزبندي دې وکړي، خو طالبان وایي چې ډزبندي د سولې د خبرو په ایجنډا کې شامله ده او بحث به ورباندې کېږي.

د ماسکو تر کانفرنس وروسته د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو هوډ کړی وو چې په قطر کې به خپلې خبرې ګړندۍ کوي خو سره له دې چې دواړه مذاکراتي ډلې په قطر کې دي تر دوو اوونیو تېرېدو وروسته یې هم د ناستې په اړه څه خبر نه دی ورکړل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG