لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د بشري حقونو کمېشن: له جنورۍ 14 ښځې په هدفي بریدونو کې وژل شوې


واشنګټن ــــ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن وایي، په هېواد کې یې پر ښځو هدفي بریدونو په وروستیو کې زیات شوي دي. کمیشن وایي له جنورۍ میاشتې راهیسې 14 ښځې په هدفي بریدونو کې وژل شوې او 22 نورې ټپي شوې دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیشن ویاند ذبیح الله فرهنګ وایي "دا ممکن شمېر ممکن تر دې هم ډېر وي خو دا هغه ښځې دي چې په هدفي بریدونو کې وژل شوې دي".

که څه هم په وروستیو کې په افغانستان کې د حکومتي چارواکو تر څنګ پر ګڼ شمېر نارینه خبریالانو هم هدفي بریدونه شوي، خو ښځینه کارکوونکې دغه بریدونو زیاتې اندېښمنې کړې دي.

له رسنیو سره کارکوونکې عکاسه مریم فرزامي حالات تر څو کلونو مخکې ډېر خراب شوي او اوس چې کار ته ځي وایي څارنه یې زیاته شوې ده:

"څلور پینځه کاله مخکې به ما په بې غمۍ د کار لپاره ولایتونو ته سفرونه کول خو اوس دفتر له کوره د څو ګامه په فاصله دی خو چې دفتر ته ځم وېرېږم ځکه چې هره شېبه هر څه پېښېدای شي".

د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې څو ورځې وړاندې درې ښځینه وېکسینېټرې و وژل شوې او تر هغه یوه ورځ وروسته یوه ښځینه پولیسه و وژل شوه.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې سپوږمۍ نورزۍ له حکومته غواړي چې په وروستیو کې د افغانو ښځو په هدفي بریدونو کې لاس لرونکي کسان ژر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري:

"دغسې کسانو ته باید سخته سزا ورکړل شي چې نور د هېواد دښمنان پوه شي چې افغان ښځینه وو ته په ټیټه سترګه کتلای نه شي".

افغان حکومت د وروستیو هدفي بریدونو پړه پر طالبانو ور اچوي خو طالبان وایي په دغو بریدونو کې لاس نه لري.

په افغانستان کې د حکومتي چارواکو او خبریالانو په ګډون د ښځینه کارکوونکې هدفي بریدونو په داسې وخت کې زیات شوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې له څو میاشتو ځنډېدلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG