لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: د افغانستان د بشپړې ازادۍ او سوچه اسلامي نظام له دعوې په شا شوي نه یو


واشنګټن ـــ افغان طالبانو له افغانستان نه د امریکې او نېټو ځواکونو د ایستلو اعلان ته په جواب کې ویلي، چې دوی په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو ایستل او د خپل هېواد پوره ازادي غواړي او وایي "د اسلامي‌ نظام" له دعوې نه په شا شوي نه دي.

د افغان طالبانو د ډلې لخوا يو پرېس ريليز خور شوی چې پکې ويل شوي طالبانو د امريکا سره په دوحه کې د لاسليک شوې لوظنامې سره سم چلن کړی خو امريکا د څو نورو میاشتو دپاره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کولو پرېکړه د شوې لوظنامې نه د امريکا سرغړونه ده.

طالبان په خپل بيان کې وايي "اوس چې امريکا دا لوظنامه ماتوي نو په اصولي توګه دا د اسلامي امارت مجاهدينو [طالبانو] ته لار خلاصوي چې په مقابل کې هر ممکن ګام پورته کړي".

د امريکا د کانګرس، وزارت خارجه، وزارت دفاع، استخباراتي ادارو، ملګرو ملتونو، نېټو او يورپين يونين تازه رپورټونه وايي طالبانو د يادې لوظنامې د ژمنو سره سم نه خو د نړيوالو ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو نه ځان بېل کړی او نه دا چې بهرني ترهګر د دوی په جنګي ليکو کې نه يواځې فعاله دي بلکې طالبانو په افغان ځواکونو او ولسي وګړو حملې د تېر نه لا ‌‌‌‌‌‌ډېرې کړې دي.

طالبان دا رپورټونه ردوي او وايي په افغانستان کې دا د ډېرې مودې د بهرنيو ځواکونو د ساتلو دسيسه ده.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د شورو لا چهارشنبې په ورځ ویلي د روان کال د سېپټمبر مياشتې پورې د افغانستان نه ټول امريکايي ځواکونه وباسي چې د اعلان ملاتړ يې د نېټو مشرانو او افغان حکومت هم کړی دی.

د امريکا او طالبانو تر منځ شوې د کال 2020 د فرورۍ په مياشت کې شوې مشروط لوظنامې تر مخه به د امريکا ځواکونه د کال 2021 د مې د مياشتې د اولې نېټې پورې په بشپړه توګه د افغانستان نه وتل خو د دې سره سم به طالبانو اوربند اعلانوو، د افغانانو د سولې د پاره خپلمنځي خبرو اترو ته به ژمن وو او د بهرني ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو سره اړيکې به يې په مکمله توګه پرې کولې خو د يادو رپورټونو د مخه دغه شرطونه لا نه دي پوره شوي.

د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې په اړه د طالبانو بيان وايي "دا پرېکړه د دوحه د لوظنامې نه ښکاره سرغړونه او د خپلو ژمنو نه په شا کېدل دي".

طالبان وايي سره د لوظنامې او ژمنو په لسو ورځو کې د شپږو زرو طالبان بنديانو خوشي کول تر شپږو مياشتو وځنډېدل، بيا د نورو بنديانو چې به په درې مياشتو کې ازادېدل او اوس نه خوشي کيږي، تور نوملړ ختمول، د لوظنامې 1200 خلاف ورزيانې او په پای کې د ځوکونو د ويستلو موده اوږدول نړۍ ته دا ښيي چې امريکا بې اعتباره ده او کړې ژمنې سر ته نه رسوي.

امريکا او نوره نړۍ يو شمېر تورونه په طالبانو لګوي چې د کړې لوظنامې د خلاف ورزۍ پيل طالبانو کړی او تر اخره يې هغه شرطونه نه دي پوره کړي.

د افغانستان حکومت، په افغانستان کې مېشت د امريکا او نېټو پوځي چارواکي او بهرني استخباراتي ادارې وايي د يادې لوظنامې يو شرط دا دی چې ازاد کړل شوي طالبان بنديان به بيرته د جنګ ميدان ته نه ځي خو وایي‌ د دوی يوه لويه برخه اوس هم په جنګي ساحو کې شتون لري.

طالبان دا دعوه ردوي خو افغان حکومتي چارواکي وايي د پاتې طالب بنديانو د نه خوشي کولو لامل هم دا دی چې طالبان د لوظنامې نه سرغړونه کوي او ازاد کړل شوي طالبان بيرته جنګ ته لېږي نو ولې د افغان ځواکونو مقابلې ته د دښمن نيولي جنګالي د جېل نه پخپله وباسي.

امريکا، نېټو او يو شمېر نورو هېوادونو د افغان امنيتي ځواکونو او نظام ساتنې کلک ملاتړ تکرار کړی دی چې د مېډیا له مخه افغان حکومت او ولس يې ستاينه کړې.

ولسمشر ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر اشرف غني د امريکا د ولسمشر جو بایډن سره د ټيليفوني خبرو وروسته په خپل يو ټويټ کې د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو د استعداد په اړه ليکلي "افغانستان په خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو وياړي چې د دې جوګه دي د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړي چې تل يې کړې. افغان ملت يې تر تله منندوی دی".

بلخوا طالبانو په خپل بيان کې ويلي "اسلامي امارت به په هيڅ حال کې په سرتاسري ازادۍ او د سوچه اسلامي نظام په ځای کولو باندې هيڅ سودا ونه کړي".

څېړونکي وايي د طالبانو د تېر "اسلامي امارت" د دورې نه نړۍ د طالبانو د فکر او عمل نه په ويره کې ده ځکه چې د دوی په خيال طالبانو يواځې د بشري حقونو نه سرغړونې نه دي کړې بلکې د دوی په ياد امارت کې افغانستان د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو کور ګرځېدلی وو چې په نتيجه کې يې امريکا د اساما بن لادن د ترهګر تنظيم القاعده د لاسه د افغانستان د خاورې نه د 9/11 غوندې غټې ترهګرې پېښې سره مخ شوه.

د طالبانو د نوي دريځ چې دوی اوس هغه نه دي پاتې بلکې بدل شوي او د اوسني بيان په ترڅ کې د ټوېټر يو فعال حبيب خان ليکلي "طالبانو مخکې هم د سوچه او بشپړ اسلامي نظام خبره کوله او اوس يې هم کوي. د دوی په دريځ کې هيڅ توپير هم نه دی راغلی. دوی هغه وړ سوچه اسلام غواړي چې خپله يې تفسير کړی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG