لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان، پاکستان او ترکي‌ په استنبول کې د افغان سولې پر بهیر غږېږي


واشنګټن ـــ په استانبول کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکي درې اړخیزه غونډه کېږي، چې مقصد یې د سولې په هڅو کې مرسته کول دي. بل لور ته امریکایي ځواکونو له افغانستانه د خپلو سامانونو د ایستلو کار پیل کړی دی.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د خپل ترکي سیال په بلنه په استانبول کې د افغان سولې بهیر په اړه په غونډه کې خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ ترکي ته رسېدلی دی. د دې هېواد د خارجه وزارت دفتر د جمعې په ورځ پر ټویټر لیکلي، چې ښاغلی قرېشي به په دې غونډه کې د پاکستان پر هغو هڅو خبرې وکړي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې لپاره کړې دي.

د پاکستان د خارجه چارو دفتر وایي د ترکي په غونډه کې به نه یواځې په افغان سولې بهیر کې د پرمختګ بلکې د امنیت، انرجۍ، پیوستون او غیرمنظمې کډوالۍ په اړه هم خبرې کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف حتمر هم ترکي ته رسېدلی دی. د دې وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب پرون ازادي راډیو ته ویلي، چې ښاغلی اتمر به له شاه محمود قریشي او مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې د سولې پر اړوندو مسایلو بحث وکړي.

ښاغلی تهذیب وايي، په پام کې ده په دې غونډه کې پر درو موضوعاتو بحث وشي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو بیا پیل، د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اتفاق پیاوړي کول او په دې برخه کې د پاکستان او ترکي ونډه او همداراز د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې د هڅو د سمون لپاره د اپرېل په 24مه نېټه په استانبول کې یوه مهمه غونډه جوړه شي، خو دا غونډه وروسته له هغه وځنډول شوه چې طالبانو پکې له ګډونه ډډه وکړه. ترکي چارواکو ویلي دي چې ښايي له کمکي اختر وروسته دا غونډه جوړه شي.

په ترکي کې د افغان سولې په اړه دا غونډه په داسې وخت کې کېږي، چې امریکې له افغانستانه د وتلو تيارۍ پېل کړي دي. امریکايي پوځ نه يواځې خپل سامانونه باسي بلکې د ځايي ټېکدارانو سره یې د کړو تړونونو ختمول هم پېل کړي دي.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ويلي، دغه خبره پرون د امريکې د دفاع ادارې يو چارواکي کړې ده.

په افغانستان کې دا وخت د امریکا 2500 او د نړيوالو اتحادي ځواکونو نزدې 7000 سرتيري موجود دي.

چاراکي ویلي امریکا به خپل پوځي سامانونه د هوا له لارې بيرته ليږي خو د افغانستان په شمال کې ځمکنۍ لارې هم کارولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG