لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر بایډن پر ارمینیانو د عثماني سلطنت ظلمونه د هغوی نسل وژنه وبلله


واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني سلطنت له خوا د ارمینیا د خلکو وژنه او پر هغوی ظلمونه په داسې ورځ نسل وژنه وبلله، چې د ارمینیا خلک د اپرېل 24مه هر کال د "ناورین" د ورځې په توګه لمانځي.

د یورپ او اېشیا تر منځ پروت غرني هېواد ارمینیا یا ارمنستان خلک هر کال دا ورځ په هېواد کې دننه او بهر "د ارمینیانو د ټولوژنې" د یادګاري ورځې په توګه لمانځي.

د ارمینیا خلک په خپل هېواد او په امریکا کې مېشت ارمینیان سږ کال دا ورځ په داسې وخت کې لمانځي چې ولسمشر بایډن تر صدارتي ټاکنو مخکې ورسره کړې ژمنه پوره کړه او د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال د عثماني سلطنت په مهال د ارمینیا پر خلکو شوی ظلم یې ټولوژنه وبلله.

د شنبې- خالي په ورځ له سپینې ماڼۍ په خپاره شوي بیان کې د صدر بایډن له خولې ویل شوي، د امریکې خلک هغو ټولو ارمینیانو ته په درنه سترګه ګوري چې 106 کاله وړاندې یې په نننۍ ورځ ټولوژنه پیل شوه:

"موږ هر کال په دې ورځ‌ د هغو ټولو کسانو یاد تازه کوو چې د عثماني سلطنت په مهال په ارمینیایي قتلِ عام کې مړه شوي او له ځانه سره ژمنه کوو د دا ډول ظلمونو مخه به نیسو چې بیا ونه شي".

ولسمشر جوبایډن تېر کال د خپل انتخابي کمپېن په مهال ویلي وو، دی به د هغه قرارداد ملاتړ کوي چې پکې د ارمینیا د ټولوژنې اعتراف شوی وي او د خپل حکومت په مهال به نړیوالو بشري حقونو ته لومړیتوب ورکوي.

د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ د امریکې د کانګرس په استازو جرګه کې د واکمن ډیموکرېټ او ریپبلکن دواړو ګوندونو 100 تنه غړو په یوه خط کې پر ولسمشر بایډن ټینګار کړی وو، د امریکې د لومړي ولسمشر په توګه دې د ارمینیا پر خلکو شویو ظلمونو ته ټولوژنه ووایي.

د کانګرس غړو پر دې اندېښنه څرګنده کړې وه چې امریکا ولې د ارمینیا ظلم نسل وژنه نه ګڼي او صدر بایډن ته یې پخپل لیک کې لیکلي وو "پر دې تاریخي حقیقت باندې د امریکې د حکومت اوږده خاموشي د شرم وړ ده او دا خاموشي نوره باید ختمه شي".

د کانګرس غړو پر ولسمشر بایډن ټینګار کړی وو، چې تر ټاکنو مخکې کړې خپله ژمنه دې پوره کړي او ریښتیا دې ووایي. سپینې ماڼۍ د ولسمشر بایډ له خولې پرون ویلي "موږ د میډز یګرن [ټولوژنې] د قربانیانو درناوی کوي چې په دې توګه د هغه وحشت تاریخ هېر نه شي".

مؤرخین وایي د یوې اندازې له مخې د لومړۍ نړیوالې جګړۍ په مهال د 1915 او 1923م کلونو تر منځ په اتو کلونو کې د عثماني ترکانو په لاس 1.5 میلینه [15 لکه] عیسایي ارمینیان وژل شوي وو.

خو د عثماني سلطانت ځایناستې اوسني ترکي دا دعوې نه مني او هسې تورونه یې ګڼي. د ترکي د بهرنیو چارو وزیر میولوت چاویشوغلو روانه اوونۍ ویلي وو، چې که د امریکې صدر د ارمینیانو وژنه د "قتلِ عام" په توګه وپېژني نو دا به له نېټو متحدینو سره د ترکي اړیکې خرابې کړي.

د ارمینیا خلک دعوه کوي چې عثماني سلطنت د دوی د نابودۍ لپاره د لوږې، جبري کار، جلاوطنۍ، د بندیانو د مرګنیو لاریونونو او بشپړ قتلِ عام په وسیله په قصد سره په هدف کړل شوي وو.

ترکي دا تورونه ردوي چې ګواکې دوی دې د ارمینیانو د قصدي ټولوژنې پلان جوړ کړی وي بلکې وایي ډېر کسان هغه مهال د جګړې قرباني شوي وو او یا هم روس وژلي وو.

ترکي دا هم وایي چې د وژل شویو ارمینیانو شمېر تر هغه ډېر کم دی څومره چې په عامه توګه پینځلس لکه ښوول کېږي.

ارمیني نسله امریکایي لیکوال کریس بوهجالین عرب نیوز ته ویلي، د پسرلي په دې خوندوره میاشت کې د اپرېل پر څلرویشتمه د عثماني سلطنت چارواکو سلګونه ارمینایي پوهان ونیول او ویې وژل او په راتلونکو اوونیو کې یې زرګونه نور عام ارمینیان له خپلو کورونو د صحرا په لور و شړل او له هغه ځایه هغوی خپلو کورونو ته ستانه نه شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG