لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حمدالله محب: بهرني ځواکونه د وتلو په وخت د یو ارب ډالرو پوځي وسایل را پرېږدي


واشنګټن ـــ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، بهرني ځواکونه چې له افغانستانه وزي نو د یو ارب ډالرو په ارزښت پوځي وسایل به افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ور وسپاري.

د خالي- شنبې په ورځ په کابل کې د دفاع وزارت له چارواکو سره په ګډه رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په وخت حمدالله محب وویل ، افغان هوایي ځواکونه دا مهال 160 بېلابېل ډولونه جنګي الوتکې لري:

"څه تجهیزات چې له بین المللي ملګرو سره دلته دي هغه ټول افغان امنیتي ځواکونو ته ورکوي، ځینې اوازې چې ګواکې کباړ شوي شیان ایستل کېږي هغه زموږ هم نه دي پکار خو نور ټول چې د انتقال وړ دي د یو میلیارد تجهیزات را سپارل کېږي".

د افغانستان د امنیتي ادارو چارواکو وویل، که بهرني ځواکونه یې له هېواده ووزي هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې په بشپړه توګه د دې وړتیا لري چې د وسلوالو له لوري د خطر او ترهګرۍ مخه ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت ځایناستی وزیر جنرل یاسین ضیاء وایي، په اوس وخت کې بهرني ځواکونه یواځې په بګرام او بلخ کې دي او د کابل او نور هېواد کنټرول افغان امنیتي ځواکونو پخپل لاس کې اخیستی دی.

یاسین ضیاء وایي په وروستیو کې افغان هوایي ځواک ته شپږ نوې A-29 سوپر ټوکانو جنګي الوتکې ورکړې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت مشر احمد ضیاء سراج رسنیو ته وویل، چې په افغانستان کې ترهګري اوس هم ختم نه ده چې سیمې او نړۍ ته یې خطر پېښ کړی:

"موږ له سي ای اې او د نړۍ له نورو استخباراتي ادارو سره په تماس کې یو چې د سټرېټیجۍ یوه لاره جوړه کړو او ټول په دې ژمن دي چې په دې برخه کې کار وکړو، شاید په دې برخه کې سفرونه هم وشي، نن هم دغه ډلې یو ګواښ دی".

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل، د حکومت مخالفین یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته په دې فکر کې دي‌ چې په زوره به د افغانستان پر خلکو واکمني وکړي:

"دا یو ګمراه او د افغانستان د دښمنانو فکر دی، زما غږ په وسلوالو طالبانو بیا هم دا دی چې د سولې لاره غوره کړئ، دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده او شرعي لاره ده".

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امنیتي حالاتو د خرابېدو اندېښنه ځکه زیاته شوې چې د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنیت فرېنک مېککنزي د اپرېل پر 22 ویلي وو، لس زره بهرني‌ ځواکونه طالبان کنټرولوي خو وایي‌ د ځواکونو له وتلو سره به حالات په تېزۍ سره بدل شي.‌ مېکنزي ویلي‌ وو:

"زما اندېښنه ده چې افغان ځواکونه به په مېدان ټينګ پاتې نه شي څنګه چې دوی ته د کلونو راهسې ملاتړ ترلاسه وو او په مرستو اموخته وو".

افغان امنیتي ادارې په داسې وخت کې د وسلوالو په ضد د خپلو ځواکونو د وړتیا خبرې کوي، چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي‌ ای اې مشر ویلیم برنز په یوه ناڅاپي سفر تېره اوونۍ کابل ته تللی وو او هلته یې له افغان چارواکو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه خبرې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG