لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په لومړي ځل د کرونا څخه په يو شوا روز کې د 200 نه زيات کسان مړه شوي


په پاکستان کې چې د کرونا وبا څخه مړينې پېل شوي دې وايرس په لومړي ځل په يو شوا روز کې د 200 نه زيات کسان مړه کړي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په تیر شوا روز (27 اپرېل) په ملک کې د کرونا څخه 201 کسان مړه شوي او نور 5292 پرې اخته شوي دي.

په ملک کې د کرونا څخه د مړینو ټوله شمېره 17زره 503 ته رسېدلې ده.

بل لور ته ویل شوي هم په تير شوا روز کې په کرونا اخته د 139 نورو کسانو روغتيايي حالت سخت شوی او دغه ډول کسان چې روغتيايي حالت يې سخت يا خطرناک دی شمېره يې 5214 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې چارواکي وايي په ملک کې د کرونا درېمه څپه روانه ده په تيزۍ سره خوريږي، او د مرګونو کچه پکې هم سېوا ده.

په ملک کې د کرونا وبا د مخنیوي دپاره په احتیاطي تدابيرو د عملي کولو دپاره په ملک پوځ هم په ځای کړی شوی دی.

چارواکي وايي په ملک کې د کرونا ويکسين لګولو عمل هم روان دی او دا وخت په ملک کې د 40 کالو د عمر کسانو ته هم ويل شوي چې ځانونه د ویکسين دپاره رجسټرډ کړي.

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزير اسد عمر چې د کرونا د څار او مخنيوي د حکومتي کمېټۍ (اېن سي او سي) مشري هم کوي په ټویټر يې ویلي،

"په ملک کې د ويکسينو لګولو په عمل کې په لومړي ځل د يو لک نه زيات ويکسين په يو ورځ کې لګول شوي دي. پرون ټول يو لک 17زره 852 کسانو ته ويکسين لګول شوي دي. تراوسه پورې دوه اعشاريه يو ملين کسانو ته ويکسين لګيدلي دي. نور ډېر خلک ځانونه رجسټرډ کوي. هغه کسان ډاډ کړئ چې عمرونه یې د 40 نه زيات دي چې ځانونه د ويکسين دپاره رجسټرډ کړي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG