لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واېټ هاوس: افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او سامانونو راویستل شروع شوي


واشنګټن ـــ د امریکې وایټ هاوس ویلي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او پوځي سامانونو راویستل شروع شوي چې د امریکې تر ټولو اوږد جنګ د ختمون شروع ده.

د واېټ هاوس ناېب ویاندې کرین ژان پیېر د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ د صدر جوبایډن سره په اییرفورس ون جهاز کې جارجیا ریاست ته د یو سیاسي جلسې لپاره د تګ په وخت ویلي د افغانستان نه د امریکايي‌ ځواکونو د راویستو عمل روان دی.

نوموړې ویلي د افغانستان نه د پوځ راویستو عمل به په سوچ سره او په محفوظ او ذمه واره توګه باندې سر ته رسوي چې د پوځ تحفظ یقیني کړي او زیاته کړې یې ده که چرې مخالفینو د دوی په پوځ‌ باندې حمله وکړه نو د خپلو ټولو وسایلو سره به د خپل ځان او ملګرو دفاع کوي.

هم د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ د نېټو چارواکو واېس آف امرېکا ته ددې خبرې پخلی کړی چې افغانستان کې موجود 7000 نړیوالو ځواکونو کې ځینې ددغه هېواد نه وتلي دي.

دغه چارواکي ویلي دوی پلان لري چې په یو څو میاشتو کې دننه د افغانستان نه د نړیوال پوځ د ویستو عمل سر ته ورسوي.

د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د راویستو پخلی په داسې وخت شوی چې د امریکې صدر جو بایډن د تېرې شورو- چارشنبې په ورځ د کانګرس شریکې غونډې ته په خپله اولنۍ وینا کې د افغانستان نه د پوځ راویستو دفاع کړې.

باېډن په خپله وینا کې وېلي وو د امریکې نیویارک په ورلډ ټرېډ‌ سنټر او د واشنګټن سره نزدې د دفاع وزارت په ودانۍ یا پېنټاګان باندې د 2001م کال د یوولسم ستمبر له ترهګرو حملو وروسته په افغانستان کې شروع کړل شوي جنګ مقصد دا نه وو چې په دې کې دې د څو نسلونو پورې خلک جنګ وکړي.

نوموړي ویلي دوی ‌افغانستان ته د ترهګرو د نیولو او یا وژلو لپاره تللي وو چې په دوی باندې یې حملې کړې وې او زیاته کړې یې ده چې هغه ترهګرو ته انصاف ملاو شوی دی.

صدر بایډن وویل د 20 کاله مېړانې او قربانیو وروسته اوس وخت راغلی چې دغه پوځیان خپلو کورونو ته ستانه شي.

خو وایټ هاوس د زیارت- پنجشنبې په ورځ ددې پخلی هم کړی چې په افغانستان کې به د زیاتو حفاظتي ګامونو لپاره ډېر زر د امریکايي پوځیانو شمېره زیاتوي.

د واېټ‌ هاوس نایب ویاندې ژان پیېر ویلي د امریکې آرمي رېنجر ځواکونه به افغانستان کې موجود امریکایي پوځ ته د مرستو ورکولو لپاره په ځای کوي.

امریکې افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د راوتو په وخت د هوايي تحفظ ورکولو لپاره بي – 52 جنګي جهازونه قطر ته لېږلي او د یو اېس اېس ډواېټ آېزن هاور په نوم سمندري جنګي بېړه به د جولای میاشتې پورې د زیاتي صلاحیتونو لپاره په دغه سیمه کې په ځای وي.

خو د افغانستان نه د امریکي پوځیانو راویستو عمل په داسې وخت کې روان دی چې افغان چارواکي وايي پوځ یې په ټول ملک کې د طالب یاغیانو خلاف سخت جنګ کې بوخت دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان د واېس آف امریکا افغان سروس سره په یوه مرکه کې ویلي طالبانو په ټول ملک کې په بېلا بېلومحاذونو باندې د افغان امنیتي ځواکونو چېلنج کولو لپاره په پراخه توګه باندې کمپاېن شروع کړی.

اخوا د امریکې یو تازه رپورټ وايي‌ د 2021م کال په اولنو درې میاشتو کې په افغان امنیتي ځواکونو باندې د خپلو ملګرو پوځیانو له خوا شوو حملو کې 82 فیصده زیاتوالی راغلی چې پکې 115 افغان امنیتي عسکر وژل شوي او 39 نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره د امریکې ځانګړي انسپکټر جنرل یا سیګار د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ کانګرېس ته ورکړي خپل رپورټ‌ کې ویلي د افغان قامي دفاع او امنیتي ځواکونو ته رسېدلې مرګ ژوبله د تېر کال هم دومره مودې په نسبت ډېره زیاته ده.

سیګار ویلي د افغان قامي‌ دفاع او امنیتي ځواکونو باندې د خپلو ملګرو پوځیانو له خوا د جنورۍ له اولنۍ نېټې نه د اپرېل تر اولنۍ نېټې پورې 31 دننه حملې شوي او ددې د لاسه شوې مرګ ژوبلې د 2020م کال په دغه هومره موده کې شوو مرګ ژوبلو یو په دوه دي.

رپورټ‌ وايي طالب وسله وال د افغان پولیس او امنیتي ځواکونو په جامه کې زیاتره ددغه حملو په شا لاس لري.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG