لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان د طلوع نیوز پخوانی خبریال نعمت روان په کندهار کې وژل شوی


واشنګټن ـــ د افغانستان د طلوع نیوز پخوانی کارکوونکی او په اوس وخت کې د مالیې وزارت د خپرونو د څانګې عهده دار نعمت روان په کندهار کې نن د ناپېژاندو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

د کندهار یوه امنیتي چارواکي غورځنګ اپریدي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د پنجشنبې- زیارت په ورځ سهار شاوخوا لس نیمې بجې د کندهار ښار په 14مه حوزه کې شوې ده.

پولیس وایي نعمت روان پخپل موټر کې روان وو چې وسلوالو ورباندې ډزې کړې دي او د پېښې له ځایه تښتېدلې دي. وایي دوی ورپسې پلټنه پیل کړې ده.

امنیتي چارواکي غورځنګ اپریدي د نعمت روان د وژنې سبب نه دی ویلی، خو وایي "بریدګرو له هغه څخه موبایل هم وړی دی".

نعمت روان شاوخوا درې اوونۍ مخکې له طلوع نیوز سره کار پرېیښی وو او اوس یې د افغانستان د مالیې په وزارت کې د رسنیو د څانګې د یو عهده دار یا مسئول په توګه کار کاوه.

د مالیې وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي چې نوموړی د خپلو تعلیمي چارو په لړ کې د اسنادو جوړولو لپاره کندهار ته تللی وو.

پر نعمت روان د برید ذمه واري‌ تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو طالبانو د اپرېل پر پینځمه د افغانستان پر مېډیا د "یواړخیزو خبرونو او پروپیګنډې" تور پورې کړی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي وو:

"د خبریالانو او رسنیو لخوا د کاذبو خبرونو او غلطو معلوماتو د نشر په صورت کې د رسنیو او خبریالانو بې طرفي تر جدي سوال لاندې راتللی شي، د دې کار د دوام په صورت کې به د راتلونکو اقداماتو مسئولیت پخپله د رسنیو د مسئولینو او کارکوونکو په غاړه وي".

د افغان ولسمشر پخواني‌ ویاند او د افغانستان د رسنیو د مرکز مشر دوا خان مینه دا پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې پر نعمت روان موټرسایکل سپرو وسلوالو برید کړی دی.

XS
SM
MD
LG