لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: زیاتو ولایتونو کې جګړه، د سلګونو طالب وسلوالو د وژل کېدو دعوه


کابل ـــ د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او له څو ورځو راهیسې په افغان امنیتي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي په تېره یوه شپه او ورځ کې په هرات، کندهار، بادغیس، بلخ، فراه، هلمند، تخار او کندز ولایتونو کې طالبانو ته درنه مرګ ‌ژوبله اوښتې ده. وزارت په خپل بیان کې ویلي:

"په نښتو او د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې 179 طالبان وژل شوي، 91 ټپیان دي او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې تخریب شوي دي". د بیان له مخې یوازې په کندهار ولایت کې 36 طالبان وژل شوي دي.

افغان چارواکي وایي تر درنې جګړې وروسته طالبانو د کندهار د دهلې بند نیولی دی. د دغه بند د ساتلو پر امنیتي پوستو له تیرو دوو اوونیو جګړه وه چې تېره شپه يې امنیتي پوستو ماتې خوړلې او یاد بند په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی دی.

همداشان د افغانستان په لوېدیځ کې د افغان امنیتي چارواکو په یو بیان کې ویل شوي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د هم د پلټنې د عملیاتو په مهال 63 طالب جنګیالي وژل شوي او 29 نور ټپیان دي.

د دغو ولایتونو له جملې یو هم هلمند ولایت دی چې جګړه پکې په شدت روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د زیاتو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي، چې له کبله یې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوې دي.

د راپورونو له مخې د امریکا یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې په هلمند کې امریکایي ځواکونو پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.

په هلمند ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو خبره داسې مهال کیږي چې د افغانستان دفاع وزارت بیا دا ډول راپورونه ردوي او وایي چې ټول پوځي عملیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلواکه توګه کوي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل چې په هلمند ولایت کې بهرنیو ځواکونو بمبار نه دی کړی او هلته افغان ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې په طالبانو باندې بریدونه کوي چې مرګ ژوبله یې ور اړولې ده:

"طالبانو غوښتل پر لښکرګاه ښار برید وکړي خو د افغان امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول، چې د دوي په وړاندې دغه عملیات په مستقله توګه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شول هغه که هوایي برید وو او یا هم ځمکني عملیات وو په دواړو کې په مستقله توګه خپله افغان ځواکونو رول درلود چې دښمن ته زیات تلفات هم اوښتي."

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان وایي، طالبانو د تېرو څو ورځو راهیسې په هلمند کې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه پیل کړي خو افغان ځواکونو یې په ځوابي بریدونو کې د هوایي ځواک په مرسته حملې کړي چې ځینې سیمې یې بیرته له طالبانو څخه نیولې دي:

"پر طالبانو بمبار افغان امنیتي ځواکونو د خپل هوایي ځواک په ملتیا کړی دی. بهرنیو ځواکونو په هلمند ولایت کې نه پیاده جنګ کړی او نه یې هم بمبار کړی دی".

په هلمند کې د جګړو له امله بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د هلمند مسئولینو ویلي چې تر 1000 ډېرو کورنیو د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې خپل کورنه پرې اېښې او کډوالۍ ته مجبور شوي دي.

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس سید محمد رحمان هم وایي چې په دغه ولایت کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې چې دم ګړۍ په بد حالت کې دي. د ده په خبره دغه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه موسسو ته په کار ده چې په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي.

بل لور ته په شمالي ولایت بغلان ولایت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نیول کېدو خبرونه ورکول کېږي. یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته تائید کړې چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ زیاتې سیمې طالبانو نیولي او یو شمیر افغان ځواکونه هم دغې ډلې ته تسلیم شوي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت هم د طالبانو له خوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ نیول رد کړي دي، خو د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ زیاتې برخې یې نیولي او 200 افغان نظامیان دغې ډلې ته تسلیم شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG