لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال مشر ملا عبدالمنان نیازی له ټپونو مړ شو


واشنګټن ـــ د افغان طالبانو له ډلې د یوې جلا شوې وسلوالې ډلې مرستیال مشر ملا عبدالمنان نیازی په یوه برید کې تر ټپي کېدو څو ورځې وروسته نن د مې پر 15مه د کابل په یو روغتون کې مړ شوی دی.

د هرات د والي سید وحید قتالي په وینا ملا عبدالمنان نیازی د مې پر 12مه په هرات ولایت کې له ناپېژاندو وسلوالو سره په جګړه کې ټپي شوی وو او د ډلې درې تنه یې وژل شوي وو. وایي په برید کې د مقابل اړخ دوه کسان هم وژل شوي وو.

د هرات والي سید وحید قتالي رسنیو ته ویلي وو، چې ملا عبدالمنان نیازی د ګزرې او ادرسکن ولسوالیو تر منځ سیمه کې له خپلو وسلوالو سره اوسېده او هملته ورباندې برید شوی وو، چې نوموړی پر سر درې ګولۍ لګېدلی وو.

د والي په وینا نوموړی تر ټپي کېدو سمدستي وروسته د هرات یو روغتون ته وړل شوی وو، خو بیا له هغه ځایه کابل ته وړل شوی وو او هملته یې د کوما په حالت کې درملنه روانه وه، چې د هغه د کورنۍ د یو غړي او د هرات د یوه حکومتي چارواکي په وینا پرون سهار یې د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هرات یو سیمه ییز چارواکي- چې نه غواړي نوم یې ښکاره شي او د نیازي یوه وراره ازادي رېډیو ته ویلي ملا نیازی نسبتاً ښه شوی و او دوی غوښتل ترکیې ته یې بوځي خو وایي ناڅاپه یې حالت خراب شوی او وړمه شپه مړ شوی دی، چې په هرات ولایت کې به خاورو ته سپارل کېږي.

پر ملا عبدالمنان نیازي او د هغه پر وسلوالو د برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې او نه هم د ده ډلې رسنیو ته په دې اړه څه ویلي دي.

ملا عبدالمنان نیازی د 1990 په لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د هرات او بلخ ولایتونو والي پاته شوی وو او له طالبانو د جلا شوې ډلې- چې مشري یې ملا محمد رسول کوي- مرستیال مشر وو.

ملا عبدالمنان د طالبانو یو له سخت دریځو مشرانو څخه ګڼل کېده او پر هغه تور لګېږي چې کله د طالبانو د واکمنۍ په مهال د بلخ والي وو، په مزار شریف ښار کې یې د ګڼ شمېر هزاره توکمه شیعه مسلمانانو په وژنه کې لاس درلود.

د ملا محمد رسول په مشرۍ «د افغانستان د اسلامي امارت عالي شورا» په نامه ډله په 2015م کال کې هغه وخت جوړه شوه، چې د طالبانو د ډلې بنسټګر او پخوانی مشر ملا محمد عمر مړ شو او پر ځای یې ملا اختر محمد منصور وټاکل شو.

د دې ډلې مرستیال مشر هغه وخت د طالبانو د یو بل وژل شوي مشر ملا دادالله ورور ملا منصور دادالله وو، چې هغه په هماغه کال د دې ډلې تر جوړېدو سمدستي وروسته په زابل ولایت کې په یوه نښته کې و وژل شو او پر ځای یې د دې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وټاکل شو.

له طالبانو جلا شوې دغه ډله د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې فعاله ده، خو دې ډلې له امریکا او افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه نه ده اخیستې. دا ډله تور پورې کوي چې د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډله د بهرنیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي.

د ملا هبت الله او ملا محمد رسول په مشرۍ دواړو ډلو په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان په زابل، هرات او ځینو نورو جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې تر خپل منځ ګڼ شمېر جګړې کړې چې د دواړو ډلو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډلې لا تر اوسه پر ملا عبدالمنان نیازي د برید او د هغه د مړینې په اړه څه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني ویاند او چارواکي جاوید فیصل پر خپل ټویټر د هغه مړینه تایید کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG