لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د مې له 24مې له کوټې پرته د صوبې تعلیمي ادارې پرانیزي


کوټه ـــ د بلوچستان حکومت اعلان کړی چې د مې له 24مې په ټول ايالت کې تعليمي ادارو ته اجازه ورکوي چې خلاصي کړل شي خو يواځې د مرکز کوټې ضلعي تعليمي ادارې به تر بلې حکومتي پرېکړي پورې لا هم بندې وي.

د بلوچستان حکومت ايالتي وياند لياقت شاهواني د شنبې- خالي په ورځ په کوټه کې له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، په کوټه ښار کې لا هم د کرونا د خپرېدو کچه د صوبې تر نورو ښارونو زياته ده.

شاهواني وایي په نور ايالت کې يې د تعليمي ادارو د خلاصولو پريکړه ځکه کړې چې د اختر په شپو کې يې له اتم مې څخه تر شپارسم مې پورې د لاک ډاون يا ټولبند په نتيجه کې د کرونا په ناروغۍ کې ښکاره کمي راغلې:

"پرون موږ 14 سوه 55 ټېسټونه وکړل چې پکې يواځې 95 کېسونه مثبت رپورټ شوي، دا په سل کې شپږ اشاريه پینځه فيصده جوړېږي، نو دا د يو ښه حالت پر لوري د تګ نښانې دي".

لياقت شاهواني زياته کړه چې د کرونا ناروغۍ له کمېدو سره يې د روانې مياشتې له 17مې نيټې څخه په ټولبند او نورو هغو بنديزونو کې نرمي شروع کړې چې حکومت د مې د مياشتي په پیل کې لګولي وو.

د شاهواني په خبره په ايالت کې به دوې ورځې ټرانسپورټ او د پنجشنبې- زیارت او جمعې په ورځ به بازارونه او کاروبارونه بند وي:

"اوس به بازارونه د ماښام تر اتو بجو پورې خلاص وي، له نورو ايالتونو سره د مسافر وړونکي ترانسپورټ به لا هم د شنبې او يکشنبې په ورځ بند وي".

د صحت د محکمې د کورونا ورځنی رپورټ ښيي چې په بلوچستان ايالت کې په روانه مياشت کې د کرونا وايرس خپرېدل کم شوي چې اول به په سلو کې لس تنه په دې ناروغۍ اخته وو خو اوس دا کچه په سلو کې اوو تنو ته را ټيټه شوې ده.

رپورټ زياتوي چې په بلوچستان ايالت کې د کرونا دوه لکه 58 زره 34 ټېسټونه شوي چې پکې 24 زره 517 تنو ته دا ناروغي ور پورې شوې ده. په رپورټ کې ليکل شوي چې په ايالت کې تر اوسه له دې ناروغۍ 270 تنه مړه شوي دي.

د لياقت شاهواني په خبره له کورونا څخه د ځان ژغورنې وېکسين د عامو خلکو تر څنګ له 17 زرو څخه زياته د روغتیا کارکوونکو ته هم لګول شوی دی.

دا وخت د ايالت په ټولو ښارونو کې د کورونا وايرس وېکسينېشن هم روان دی او حکومت د ويکسينېشن مرکزونو سره سره په ښارونو کې د موبايل یا ګرځنده "وېن" ويکسينېشن سهولت هم برابر کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG