لاس رسیدونکی لینک

 
د خوګه خېلو د احتجاج له امله د تورخم پوله په درېمه ورځ هم په عارضي توګه تړلې پرته وه
تازه خبر

د خوګه خېلو د احتجاج له امله د تورخم پوله په درېمه ورځ هم په عارضي توګه تړلې پرته وه


د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې د شینوارو خوګه خېل قوم له اړخه د روان احتجاج له امله په درېمه ورځ هم د تورخم پوله په عارضي توګه تړلې وه.

خوګه خېل قوم درې ورځې وړاندې احتجاج پېل کړی او غوښتنې کوي چې په تورخم کې د قوم په اجتماعي ملکيتي ځمکه کوم نوی ټرمېنل جوړيږي دوی ته دې په هغې په مالي ګټو او نوکريو کې برخه ورکړی شي او د دوی کومه نوره ځمکه چې په کار راوستل کيږي د هغې قيمت دې ورته هم ورکړی شي.

د حکومتي چارواکو او قوم ترمنځ پرون خبرې شوي خو کومه نتيجه يې مخې ته نه وه راغلې او نن هم پکې د دې خبر خپرېدو پورې کوم پرمختګ نه دی شوی.

که څه هم د تورخم پوله په رسمي توګه يا حکومتي کچه نه ده تړل شوې خو سوداګر وايي د دغه عارضي بندېز له امله ورته هم ډېر تاوان اوړي.

د افغانستان سره تجارت کوونکی يو پخوانی سوداګر ضياالحق سرحدي وايي د داسې احتجاجونو ټول تاوان سوداګرو ته اوړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د پاکستان نه چې افغانستان ته کوم مالونه ځي هغه د وړاندې په کمېدو دي او دا ډول د پولې بندېز يې نور کموي.

هغه وويل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم پينځه اربه ډالره پکار دی خو هغه دوه نيم اربه ډالره ته راکم شوی او اوس د يو ارب ډالرو نه هم کم شوی دی.

د افغانستان او پاکستان سوداګر د اوږدې مودې نه دغه غوښتنه تکراروي چې دواړه هېوادونه دې سوداګري د سیاست نه لرې وساتي او پولې دې په يو حالت کې بندې نه شي چې سوداګري روانه وي.

د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري پخوانی مشر زاهدالله شينواري وايي، کله چې په تجارت کې پوله بنديږي نو هغه مارکيټ بیا د لاسه ووځي.

د پاکستان چې د افغانستان سره کوم تجارت دې په هغې کې د مختلفو وجوهاتو له امله پوله کله د يو او کله د بل لوري بنده شي او سوداګري ودريږي د کوم له امله چې زمونږ سره متعلقه کوم خريدار دي هغوی بيا بلې لارې ته لاړ شي او د بل ځای نه سوداګانې کوي.

پاکستان په کال 2015 او 2016 کې افغانستان سره د کال په سر د تجارت حجم د دوه نيم اربه ډالرو پورې رسولی وو او د کال 2020 پورې يې دا هدف پينځه اربه ډالرو ته رسول ټاکلي وو.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاو تريخوالي له امله چې سوداګري تل اغېزمنه شوې دا وخت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت حجم د يو ارب ډالر نه هم کم شوی دی او دواړو غاړو ته سوداګر وايي سخت يې پرېشانه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG