لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مصر د جامعه اظهر مفتي وایي افغانستان کې چې طالبان څه کوي دا غیراسلامي دي


واشنګټن ـــ د افغانستان د خارجه چارو وزارت د اعلاميې تر مخه د مصر د لوی اسلامي مرکز جامعه الازهر مشر مفتي ابراهيم علام فتوا ورکړې چې په افغانستان کې طالبان څه کوي دا غير اسلامي او حرام کار دی.

د جمعې په ورځ خوره شوې اعلاميه د ښاغلي علام په حواله وايي هغه په خپله وينا کې ويلي "د خلکو په مال او ځان تېری او د عامه شتمنیو ورانول ګناه کبيره ده او څوک چې يې کوي په دنيا او اخرت کې به سزا وويني".

طالبانو په وروستيو کې نه يواځې په سکولونو، هسپتالونو او ولسي ځايونو بمي چاودنې او ‌‌‌‌‌‌ډله یيز بريدونه کړي بلکې په لوګر، لغمان او هلمند کې يې سرکاري او ولسي نيولي ځايونه تالان کړي او سوځولي دي چې د طالبانو د هغې پخوانۍ مفکورې ضد ګڼل کېږي چې ګنې ملي شتمنۍ به ساتي.

د دې نه وړاندې د سعودي عرب مفتي اعظم او د کعبې امام عبدالرحمان السوديس هم د طالبانو جګړې ته فساد ويلی چې ملاتړ يې د انډونيشيا په سلګونو اسلامي سکالرانو او مشرانو تېر کال اعلان کړی دی.

د اعلاميې تر مخه مفتي علام ويلي طالبانو د غير مسلمو سره د سولې تړون لاسليک کړی خو د مسلمانانو افغانانو سره جګړه کوي چې د اسلام د احکاماتو نه سرغړونه ده.

په دې اړه د طالبانو د اړخه کوم غبرګون نه دی راغلی خو په تېر کې د داسې فتوو او بيانونو پروا يې نه ده کړې او په افغانستان کې يې جنګ ته ادامه ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG