لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: تر څو سوله نه وي راغلې امریکا به له افغان ځواکونو سره مرسته کوي


واشنګټن ـــ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي هر هغه څه چې د امریکا د ګټو خلاف وي پر وړاندې به یې دفاع کوي او تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلي د دغه هیواد پوځ سره به خپلو مرسته ته دوام ورکوي.

زلمی خلیلزاد لا هم په کابل کې دی او تېره ورځ یې د افغان ولسمشر اشرف غني سره کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي، سفارتي او امنیتي اړیکو پر دوام یې بحثونه کړي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنو کې له افغان پوځ سره د پیسو، وسلو، روزنې او نورو اړینو برخو کې په خپلو همکاریو ټینګار کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد د ګل- دوشنبې په ورځ له طلوع ټیلویژون سره په ځانګړی مرکه کې ویلي، چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي:

"تاسو ولیدل د امریکا ولسمشر چې کومه بودیجه پیشنهاد کړې وه د هغو له جملې 3.3 میلینه ډالر د افغان ځواکونو لپاره پیشنهاد شوي همدا شان که د اقتصادي خطر ترڅنګ د ترهګرۍ خطر دوباره را ولاړېږي موږ غواړو په منطقه کې ځواکونه ولرو چې وتوانیږي د امریکا د ګټو دفاع وکړي، جواب او عکس العمل وکړي."

خلیلزاد د یاد ټیلیویژن سره دا هم ویلي چې په دوحه کې د افغان سولې لپاره مذاکره کوونکو پر اصلي موضوعاتو خبرې نه دي کړي چې وایي دا کار باید وشي.

خلیلزاد پخپله مرکه کې ویلي طالبانو تر اوسه د افغانستان د راتلونکي په اړه د امریکا طرحې ته کوم ځواب نه دی ورکړی او نه یې هم خپله طرحه ورسره شریکه کړي ده خو زیاتوي د طالبانو د پلاوي مشر او نور غړي یې کوټې د مشورو لپاره تللي وو چې اوس بیرته راغلي لېواله دي چې مذاکرات ژر پیل شي:

"که څه هم دوی ویلي وو چې موږ پلان لرو خو موږ سره یې نه دی شریک کړی، د طالبانو د پلاوي مشر شیخ حکیم له پلاوي سره کوټې ته تللی وو خو ولې اوس دوباره راغلي او ویلي یې دي چې موږ علاقه لرو هر څومره زر چې کیږي مذاکرات دوباره شروع شي او ممکن خپل پلان له جمهوریت سره تکمیل کړي."

نوموړي اندېښنه څرګنده کړي که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او جګړه دوام پیدا کړي نو په دغه هیواد کې به سیمه ییزې لاسوهنې ډېرې شي چې دا به د افغانستان په ګټه نه وي.

امریکا او نېټو له افغانستانه د خپلو پاتې ځواکونو ایستل د مۍ میاشتې له پیله پيل کړي او د سیپټمبر تر 11مې به دا بهیر مکمل شي.

خلیلزاد د دې تر څنګ چې د افغانستان له پوځ سره د راتلونکي کال لپاره د 3.3 میلینه ډالره مرستې یادونه وکړه او ویې ویل چې د دغو پیسو د مصرف لپاره نظارت هم په پام کې ونیسي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې وخت کابل ته تللی چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د افغان پوځ او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی او هر ورځ د طالبانو له خوا د افغان امنیتي پوستو او ولسوالیو د نیول کېدو رپوټونه ورکول کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG