لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په خضدار کې د هندوانو دوکانونو ته د ښځو د نه ورتلو ګواښ شوی


واشنګټن ـــ د پاکستان د ناارامې صوبې بلوچستان د خضدار سیمې په وډ بازار کې پر دوکانونو ناپېژاندو کسانو خبرپاڼې لګولې دي چې ښځې دې دوکانونو ته نه ور پرېږدي په ځانګړې توګه د هندوانو دوکانونو ته د ښځو د تګ د مخنیوي خبرداری یې ورکړی دی.

په خضدار کې یو هندو تاجر سنتوش کمار وایي دې خبرپاڼې هندو تاجران سخت اندېښمن کړي دي،‌ چې په لاس لیکل شوی او لاندې توره ورته جوړه شوې ده. سنتوش کمار وي او اې ډیوه ته وویل د دوی دوکانونو ته ښځې ډېرې لږ ورځي:

"دا قبایلي سیمه ده ښځې له خپلو نارینه وو سره راځي خو نه پوهېږم له موږ سره ولې زیاتوب کېږي".

دغه خبرپاڼې چې پر ساده کاغذونو په اردو ژبه لیکل شوې دي وي او او اې ډیوه یې هم نمونې تر لاسه کړې دي ځایي پولیسو یې د ډیوه خبریال حمید سمسور ته تایید کړی او وایي په دې اړه یې پلټنې روانې دي.

په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي "خپلې ښځې دې له اړتیا پرته بازار ته نه پرېږدي" ځکه چې وایي له دې سره "د بازار معاشره [ماحول] خرابېږي". په خبرپاڼه کې هندو دوکاندارانو ته ځانګړی خبرداری ورکړل شوی:

"له هندوانو غواړو چې ښځې خپلو دوکانونو ته بېخي ور پرېنږدئ، که یې ور پرېښوولې نو هغوی به یې خپله ذمه وار وي".

د رپوټونو له مخې د "کاروان سیف الله" په نوم ناپېژاند تنظیم دغه خبرپاڼې د اتوار- یکشنبې په ورځ وډ بازارونو د دوکانونو د دروازو تر څنګ د کوټې او کراچۍ تر منځ لوی سړک پر لویو ساین بورډونو هم نښلول شوې دي.

د خضدار هندو تاجر سنتوش کمار وایي، په وډ کې د هندوانو شاوخوا 45 دوکانونه دي چې پینځه شپږ د جامو، پینځه شپږ شاپنګ سنټرونه او نور د پرچون دوکانونه دي خو د مسلمانانو له پینځو تر شپږ سوه پورې دوکانونه دي:

"او موږ هندو لږکي یې په نخښه کړي یو".

د خضدار د پولیسو ضلعي مشر وي او اې ډیوه ته وویل، دوی د "کاروان سیف الله" په نوم تنظیم نوم په لومړي ځل واورېد، وایي دوکاندارانو تر اوسه دوی ته د دې شکایت نه دی کړی او مقدمه یې نه ده درج کړې.

د خضدار ډپټي کمیشنر مېجر (ر) بشیر احمد وایي، په وډ بازار کې یې د هندو دوکاندارانو د امنیت لپاره لېویز عسکر زیات کړي‌ دي چې وایي کله دوکانونه خلاس وي د دوی امنیت به ساتي.

بشیر احمد وي او اې ته وویل، په وډ بازار کې د لېویزو چیک پوسټونه هم جوړ کړل شوي او د ملېشه ځواکونو چیک پوسټونه له مخکې لا موجود وو. وایي امنیتي ادارې به یې ژر د وژل شوي هندو تاجر اشوک کمار تر قاتلینو ورسېږي.

په بلوچستان کې د بشري حقونو د سازمان غړی شمس مندوخېل وایي د خضدار دوکاندارانو ته ګواښ غندلی او وایي هیڅوک حق نه لري چې د کوم انسان پر ازادۍ بندیز ولګوي:

"له هندوانو سره دلته [په بلوچستان کې] دا څه وخت کېږي بیا واقعات شروع شول، ریاست دې دغو خلکو ته- که ښځې دي که نور اقلیتونه- تحفظ ورکړي، د انتظامیې دا ذمه واري ده چې دا خلک ونیسي او سزا ورکړي".

ډان انګرېزي ورځپاڼه وایي د دغو ګواښونو په ضد د بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل ډلې غړو او د خضدار د وډ بازار تاجرانو احتجاج کړی او د کوټې کراچۍ پر لویه لار یې لاریون کړی چې د حکومت په ضد یې شعارونه هم ورکړي دي.

احتجاج کوونکو هندو تجارانو ته شوي ګواښونه غندلي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د دغو خبرپانو په وسیله تاجرانو ته ګواښونکي کسان دې ونیسي او په ضد دې یې قانوني کاروایي‌ وکړي.

د یادونې وړ ده چې خضدار په وډ سیمه کې د مې پر 31مه هندو تاجر اشوک کمار پر خپل دوکان باندې ناست وو چې ناپېژاندو وسلوال په ډزو و واژه.

د دې پېښې په ضد تاجرانو شپږ ورځې دوکانونه بند کړي وو او احتجاج کېمپ یې پرانیستی وو، خو بیا یې د حکومتي چارواکو له خوا د قاتلینو د نیولو پر ډاډ احتجاج ختم کړ او دوکانونه یې پرانیستل خو د دوکانونو له پرانیستلو سره د دغو خبرپاڼو په وسیله ګواښونه ورته وشول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG