لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر: د ځواکونو تر ایستلو وروسته د افغان ځواکونو هوایي مرسته ګرانه ده


واشنګټن ـــ د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن وایي امریکا په اوس وخت کې له افغان ځواکونو سره د هوایي بریدونو په برخه کې مرسته کوي، خو وایي کله چې یې د ځواکونو ایستل بشپړ شي نو بیا به دا مرسته ډېره ګرانه وي ځکه چې وایي بیا به امریکایي الوتکې او ډرون له دې هېواده وتلي وي.

د امریکې د دفاع وزیر د پنجشنبې- زیارت په ورځ د سېنټ یوې کمېټۍ ته د پوښتنو په جواب کې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې ځواکونه به یې په راتلونکي کې په افغانستان کې جنګي‌ عملیات کوي او که نه.

لویډ آسټن پرون (د جون په لسمه) دا ونه ویل چې امریکایي ځواکونه به له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د دې هېواد د خلکو د دفاع لپاره هوایي عملیات کوي که نه، خو وایي پېنټاګان افغانستان ته نیژدې د څارنې او جنګي الوتکو د اډو په لټه کې دی.

خو ځینې امریکایي چارواکي وایي داسې ښکاري چې د ترهګرۍ ضد جګړې په تعریف کې به اوس یو څه نوې نرمي راوستل شي. دغه چارواکي وایي د امریکا په انتظامیه کې اوس دا بحث را پورته شوی چې په افغانستان کې د ناارامۍ زیاتېدل د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو سبب کېدای شي.

وایي دا بحثونه په عراق کې د داعش ډلې له را پورته کېدو د اخیستي سبق ښکارندویي کوي چې د بارک اباما اداره یې په 2014م کال کې بیرته د خپلو ځواکونو ور لېږلو ته مجبوره شوه او د عراق د ښارونو د دفاع لپاره یې فضا پخپل کنټرول کې واخیسته.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د اعلی امریکایي چارواکو له خولې وایي، که داسې څه حالت پېښېږي چې طالبان د کابل حکومت یا د لویو ښارونو د نیولو هڅه کوي، وایي په داسې حال کې نو زیات امکان دی چې افغان ځواکونو ته د امریکایي الوتکو خصوصاً ډرون الوتکو د مرستې لپاره د امریکا د ولسمشر لاسلیک یا اجازې ته اړتیا پېښه شي او دفاع وزارت د دې اجازې پر اخیستلو غور کوي.

د نیویارک‌ ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې افغان چارواکي دا هم وایي چې دوی ته خپلو امریکایي متحدینو ویلي، چې امریکا نور د لویو ښارونو د نیولو کار هم نه کوي.

د امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن د سېنټ کمېټۍ ته ویلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کار د امریکې پر خاوره د بریدونو مخه نیول وو وایي هغه کار بشپړ شوی دی او اوس د پېنټاګان کار له دې هېواده د خپلو خلکو او پوځي وسایلو ایستل دي:

"د [ترهګرۍ ضد] هڅو په ترڅ کې به زموږ عملیات تر هغو عناصرو پورې محدود وي چې امکان لري زموږ د خاورې [امریکې] په ضد بریدونه وکړي ".

د امریکې استخباراتي، څارونکې، جاسوسي او جنګي الوتکې دا مهال له عرب سمندر څخه په افغانستان کې د عملیاتو لپاره الوتنې کوي، خو د لویډ آسټن په وینا د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د دغو الوتکو لپاره په ګاونډیو هېوادونو کې د اډو په پیدا کولو بوخت دي.

د امریکې صدر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په وروستیو کې په وار وار ویلي، چې له افغان ځواکونو او افغان حکومت سره به په راتلونکي کې هم خپلې مرستې نه دروي. بایډن د مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ، چې له افغانستان سره به 300 میلینه ډالره مرسته کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG