لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د وتلي دیني عالم په ضد طالب سره د بدکارۍ مقدمه درج کړل شوې


په لاهور کې پولیسو د یو وتلي دیني عالم مفتي عزیزالرحمان په ضد وروسته له هغې دمدرسې یو طالب سره په زوره دبدکارۍ مقدمه درج کړې ده چې په ټولنیزو رسنیو ددغه دیني عالم د رسوایۍ ډکې ویډیوګانې مخې ته راغلې.

مفتي عزیز الرحمان دریځ خپل کړی چې هغه پخپل هوش کې بدکاري نه ده کړې بلکې نشه ورکړل شوې اؤ له نشې ورکولو وروسته ترې دغه ویډیوګانې جوړې کړل شوې دي.

خو د رسوایۍ ښکار شوي دسوات سیمې سره تړاؤ لرونکي دیني طالب پولیسو ته ویلي چې مفتي به دهرې جمعې په ورځ دهغه سره بدکاري کوله.

دپنجاب دپولیسو مشر یا ایي جي وایي هیڅوک دقانون څخه بالا نه دي ،پولیس ته یې دې پېښه کې دتورن تن دنیولو امر کړی اؤ زر به انصاف باوري کړل شي.

دلاهور پولیسو دشمالي چاوڼۍ صدر دپولیسو په تاڼه کې درج شوې مقدمې کې دسوات دکبل تحصیل دننګولۍ سیمې سره تړاؤ لرونکي تن صابر شاه ویلي هغه په کال ۲۰۱۳م کې دلاهور په جامعه الاسلامیه مدرسه کې د زده کړو دپاره داخله اخستې وه.

هغه وایي دغلته د زده کړو په مهال پرې دمدرسې نګران مفتي عزیزالرحمان تور لګولی ؤ چې ازموینه کې یې دځان پرځائ بل هلک کېښنولی ؤ اؤ بیا یې ددې تور په اساس تر درېو کالو د وفاق المدارس د امتحانونو ورکولو نه ایسار کړی ؤ.

صابر شاه نومې دغه زلمي پولیسو ته ویلي کله چې یې مفتي عزیزالرحمان ته ډیرې منت زارۍ وکړې چې باید هغه ته دامتحانونو اجازه ورکړي نو یاد مفتي ترې ددې بدل کې دبدکارۍ غوښتنه وکړه اؤ دغسې هغه دمفتي سره بدکارۍ کولو ته اړ شو.

هغه په مقدمه کې تور لګولی چې دغه مفتي به ورسره بیا د هرې جمعې په ورځ بدکاري کوله اؤ ده دمفتي شکایت دمدرسې دانتظامیې ته هم کړی ؤ خو هغوئ ورته ویلي وؤ چې مفتي عزیزالرحمان یو برزګ سړی دی اؤ هغه داسې نه شي کولی .

دا زلمی وایي وروسته بیا مجبوره شو چې دمفتي نه په پټه ویډیو وکړي خو وایي دوه نیم درې کاله وړاندې جوړه کړل شوې دا ویډیو اوس بل چا په ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.

هغه دا تور هم لګولی چې مفتي اؤ دهغه زامن اوس دده د وژلو هڅې کوي.

په ټولنیزو رسنیو دبدکارۍ د ویډیو مخې ته د راتلو نه وروسته مفتي عزیزالرحمان یوه دسپیناوي ویډیو هم په رسنیو خپره کړې ده اؤ په دې ویډیو هغه ددې خبرې نه انکار نه دی کړی چې ګنې دمدرسې دطالب سره یې بدکاري نه ده کړې.

خو دغه مفتي وایي چې دا یوه زړه ویډیو ده اؤ دا چې دبدکارۍ دا عمل یې پخپل هوش کې نه دی کړی.

مفتي عزیزالرحمان وایي د یادې مدرسې نه دهغه د ویستلو دپاره دسازش په توګه هغه ته نشه ورکړل شوې اؤ بیا ترې دا ویډیو جوړه کړل شوې ده.

خو صابر شاه نومې طالب وایي چې هغه سره دمفتي پینځه دټيلي فوني غږییزو زنګونو ریکارډنګ هم شته اؤ دمقدمې درج کولو د عریضې سره یې دغه ریکارډنګز هم پولیسو ته سپارلي دي.

په عین حال کې دپنجاب دپولیسو مشر انعام غني په ټویټر لیکلي چې دلاهور پولیسو ته یې دمقدمې درج کولو اؤ پېښه کې دتورن تن دنیولو امر کړی.

دپولیسو مشر ویلي قانون به خپله لاره پخپله وباسي اؤ هیڅوک دقانون څخه بالا نه دي اؤ پولیس به دې پېښه کې انصاف باوري کوي.

ځېنې ټولنیز فعالان وایي د مفتي عزیزالرحمان تړاؤ دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام سره دی اؤ کله چې تیرکال سبا قمر نومې یوې هنرمندې دجومات دننه یوه سندره کې دنکاح منظر ریکارډ کړی ؤ نو دیاد مفتي دا دجومات سپکاوی ګرځولی ؤ اؤ دهغه په مشرۍ لاهور کې یوه احتجاجي مظاهره هم شوې وه

په ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو ددې فعل غندنه کړې اؤ مفتي عزیزالرحمان ته یې دسختې سزا ورکولو دغوښتنې ترڅنګ په والدینو غږ کړی چې پخپلو بچو کلک نظر وساتي

Recommended

XS
SM
MD
LG