واشنګټن ـــ پاکستانۍ او بهرنۍ مېډيا رپورټونه خواره کړي چې د پاکستان پوځي قيادت پاکستاني سياستمدارو ته په تړلو دروازو ورکړل شوي بريفنګ کې ويلي په افغان طالبانو د پاکستان اثر ډېر کم شوی او تر ډېره حده هغوی خپلې فيصلې په خپله خوښه کوي.
د پاکستان اثر په طالبانو ولې کم شوی په دې اړه د پوځ لخوا کوم وضاحت نه دیشوی البته تېرو ورځو کې وزير اعظم عمران خان مېډيا ته ويلي وو د امريکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې د لاسليک شوې لوظنامې وروسته په طالبانو د پاکستان اثر ډېر اغېزمن شوی دی.
د خبرونو تر مخه د پارلمان د منتخب غړو يوې اڼولې شوې غونډې ته د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ايس ای مشر جنرل فيض حميد د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې خدوخال بيان کړل چې پکې د نورو سره سره د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه هم ګډون کړی دی.
د پوځ د دې دريځ چې په طالبانو د پاکستان اثر کم شوی د پوځ پخوانی افسر او څېړونکي جنرل طلعت مسعود وي او اې ډيوه همکار احسان محمد خان ته ويلي:
"د طالبانو له خوا په اففانستان کې نوي ځايونه نيول هغوی ته په ځان باور ښکاره کوي او ځکه يې پاکستان ته اړتيا کمه شوې ده. طالبان اوس دومره سيمې په لاس کې لري او د ځايي خلکو ملاتړ هم ورته تر لاسه دی".
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر او د افغان حکومت د وينا تر مخه په زرګونو کورنۍ د هغو سيمو نه وتلې دي او د حکومت د واک لاندې سيمو ته تللي چرته چې د طالبانو او افغان ځواکونو په منځ کې جګړه روانه ده.
خو د پټ بريفنګ په اړه د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر او پخوانی سنېټر فرحت الله بابر د وي او اې ډيوه خبریال پير ولايت شاه ته ويلي:
"دوی چې کومې خپلې سيکیوريټي پالیسۍ جوړې کړي اېسټيبلېشمنټ ته اوس ښکاري چې ګند ترې جوړ شوی. دوی دا سياسي ګوندونه د دې د پاره راغونډوي که چېرې خدای مه کړه سبا دا خبره نوره هم ورانيږي چې ذمه واري يې په سياسي ګوندونو هم واچول شي".
د بريفنګ وروسته وزير خارجه مېډيا ته ويلي د اته ساعتو زياته ناسته تر ډېره حده په افغانستان وه چې پکې د پوځ مشرانو پوښتنو ته ځوابونه وويل خو ښاغلي قريشي د نور تفصيل ورکولو ډډه وکړه البته دا يې تکرار کړه په افغان طالبانو د پاکستان اثر کم شوی دی.
د رپورټونو د مخه د غونډې ګډونوالو ته وويل شول پاکستان د افغانستان سره د ډيورنډ په کرښه نزدې90% برخه کې ازغن تار لګولی او دا چې پاکستان پرېکړه کړې خپله خاوره به د افغانستان خلاف استعمال ته نه ورکوي او دغه تمه به افغانستان نه ساتي چې افغان خاوره د پاکستان خلاف استعمالېدو ته پرې نه ږدي.
البته افغانستان په وار وار ويلي د طالبانو ټول په ټوله مرستې او نور ملاتړ د پاکستان د لارې کيږي او په نیزدو ورځو کې داسې ویډيوګانې په سوشل مېډيا خورې شوي چې پکې ښودل کيږي طالبان په پاکستاني جماعتونو کېد "افغان جهاد" په نامه چندې ټولوي.
د پاکستان د داخله چارو وزير شيخ رشيد مېډيا ته ويلي د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي چې کله کله مړي هم پاکستان ته وړي او ناروغان يې په هسپتالونو کې تداوي کيږي.
د عمران نه وروسته د پوځ مشر جنرل باجوه هم ويلي پاکستان به په افغانستان کېد جنګ د پاره امريکا ته پوځي اډې نه ورکوي خو دا لا په سرکاري توګه د امريکا د حکومت له خوا نه دي ويل شوي چې د پاکستان نه پوځي اډې غواړي البته د پاکستان هوايي حدود په افغانستان کې د امريکا د هوايي ضرورتونو د پاره خلاص دي.
په دې اړه يو بل څېړونکي احمد بلال محبوب ډيوه ته ويلي "ښه به دا وه چې پاکستان په دې اړه خاموش سفارتي هلې ځلې کړې وای نه چې پارلمان ته ويل شوي وای لا مېډيا ته چې اډې نه ورکوي، دا خو معلومه نه ده چې هغوی اډې غواړي هم او که نه؟".