لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نصرالله زېری: د عثمان کاکړ پلټنې دې سپریم کورټ یا ملګري ملتونه وکړي. لانګو: تیار یو


کوټه ـــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د سپریم کورټ یا د ملګرو ملتونو په وسیله د عثمان کاکړ د مړینې د پلټنو غوښتنې ته په جواب کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې د نړۍ په هر ځای کې پلټنو ته تیار دی.

په صوبایي اسمبلۍ کې د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې په اړه قرارداد باندې د خبرو پر وخت د داخله چارو وزير مير ضياء لانګو وويل، حکومت یې خپلې ذمه وارۍ پوره کړې او د پلټنو لپاره یې عدالتي کمېشن جوړ کړ، خو وایي که ګوند یې هر ځای پلټنې غواړي دوی ورسره مرسته کوي:

"چې د نړۍ هر عدالت ته دا کېس ولاړ شي، چې د هر ځای عدالتي کميشن وي، موږ او زموږ ادارې پاکې دي، که چيري قانون دا اجازه کوي چې د ايالتي حکومت په واسطه سپریم کورټ ته لاړ شو یا يو کسيز جوډيشل کميشن جوړ کړل شي او یو مخصوص کس پلټنې وکړي موږ هغه ته هم تيار يو موږ ته يو اعتراض نه شته".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نصرالله زېري د سه شنبې- نهې په ورځ د صوبایي اسمبلۍ په غونډه کې د عثمان کاکړ د جمهوري او سیاسي خدماتو او خواخوږۍ قرارداد وړانډې کړ.

پر قرارداد د خبرو په وخت نصرالله زېري وويل، عثمان کاکړ مړ نه بلکې وژل شوی دی ځکه یې ګوند د مړینې د ازادو پلټنو غوښتنه کوي. زېري وویل د صوبایي حکومت له جوړ کړي عدالتي کمېشنه ډاډه نه دي:

"يوازې زموږ د ګوند نه بلکې د هغه د کروړونو مينه والو او د ټولو جمهوري خلکو په دې [کمیشن] يو ډول تسلي او سکون نه کېږي، موږ غواړو د جسټس قاضي فايز عيسی په مشرۍ دې سپريم کورټ د دې پېښې پلټنه وکړي، که داسې نه شي کېدای ملګري ملتونه دې یې پلټنې وکړي".

د داخله چارو وزير مير ضياء لانګو په خپله وينا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د عدالتي کميشن د ردولو او نوي کميشن د غوښتنو په اړه وويل، حکومت یې له اولې ورځې د عثمان کاکړ له کورنۍ سره په تماس کې وو او د هغه زوی ته يې د هر ډول مرستې او د هغه د درملنې د لګښت وړاندیز کړی وو.

د داخله چارو وزير د نصرالله زېري، د عثمان کاکړ د کورنۍ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي هغه تورونه رد کړل چې هغوی د عثمان کاکړ د مرګ په پېښه کې د پاکستان "دوې استخباراتي ادارې" په لاس لرلو تورنې کړې وې.

ياده دې وي چې د بلوچستان حکومت په غوښتنه د بلوچستان هايکورټ رجسټرار د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې د پلټنو لپاره د بلوچستان د هايکورټ د دوو ججانو جسټس نعيم اختر افغان او جسټس ظهيرالدين په مشرۍ د عدالتي کميشن د جوړولو امر کړی دی.

د ايالتي اسمبلۍ په اجلاس کې د حکومت او د اپوزيشن ټولو غړو د عثمان کاکړ پر ژوند او سياسي خدمتونو هغه ته پېرزوينې وړاندې کړې او ویې ويل چې د بلوچستان او د خپلو خلکو لپاره د عثمان کاکړ زيار به تل يادېږي. د اسمبلۍ د غونډې ګډونوالو په شريکه د عثمان کاکړ په اړه قرارداد منظور کړ.

عثمان کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ايالتي مشر او شپږ کاله د پاکستان د سېنټ غړی پاته شوی وو.

هغه د جون پر اوولسمه په خپل کور کې له ټپي کېدو سره د کوټې په یو شخصي روغتون کې د سر تر اپرېشن وروسته د نورې درملنې لپاره د کراچۍ آغا خان روغتون ته وړل شوی وو، چې هلته یې د جون په 21مه ساه ورکړه او د جون په 23مه په مسلم باغ سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG