لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسيد په وژنه کې کارول شوې او عدالت ته وړاندې شوې وسله يوه نه ده، وکيل


د نقيب مسيد وکيل وايي، د نقيب مسيد د وژنې په قضيه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته فارنزک رپورټ وړاندې شوی چې پکې ويل وشي د نقيب مسید د وژنې په مقابله کې چې پوليسو د کومې وسلې ترلاسه کولو دعوه کړې وه، هغه وسله او عدالت ته وړاندې کړی شوې وسله دواړه یو شان نه دي.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدين پهنور وي او اې ډيوه ته وويل پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ (اتمه جولايۍ) د ترهګرۍ ضد عدالت کې د نقیب مسيد د قضيې اورېدنه شوې او عدالت ته د نقيب مسيد په وژنې په پېښه کې کارول شوې وسلې فارنزک رپورټ وړاندې کړی شوی چې پکې ويل شوي چې پولیس هغه وخت کومې مقدمې جوړې کړې وې چې دوی ترهګر وژلي او وسله يې ترې ترلاسه کړې په مقدمه کې چې د کومې وسلې يادګېرنه شوې په فارنزک رپورټ کې ټوپکې او کارتوس يو شان نه دي مالوم شوي.

دی وايي يو خو هغه فارنزک ماهر راغلو فارنزک رپورټ يې جمع کړو هغه وړومبی چې کوم اېف ايي ار شوی وو په هغې کې دوی 26 د کارتوسو خولونه يا کولې رالېږلې وې او بيا يې څلور کلاشنکوفونه رالېږلي وو او هغه چې مېچ یا برابر کړی شوی نو دا هغه ټوپکې نه وې د کومو نه چې دا کارتوس ډزېدلي وو.

هغه وويل دغه خبره غلطه ثابت شوې او دا په قضيه کې د نقيب مسید په حق کې راځي.

فارنزک هغه رپورټ دی چې په ساينسي طريقه په جرم کې د کارول شوي څيز اصليت مالوم کړی.

صلاح الدين پهنور وويل، په قضيه کې هغه لاګ بک هم بې درکه کړل شوی په کوم کې چې د مقابلې په وخت په وايرلس باندې پېغامونه ويل شوي يا د هغې اندراج شوی وو.

په لاګ بک يا یاد کتاب کې په پوليس وايرس د لېږل شوو يا ترلاسه شوو پېغامونو اندراج کيږي.

نوموړی وکيل وايي دوی عدالت ته د هغه لاګ بک راغوښتو ويلي خو وايي پولیس عدالت ته د دغه کتاب د ورکېدو ويلي او عدالت بيا د دوی خواست هم رد کړی دی.

هغه بيا تور ولګوو چې په قضيه کې پوليس ګواهان د خپلو بيانونو نه په شا شوي د هغو پرضد هم کارروايي نه ده شوې.

هغه وويل د قضيې بله اورېدنه به په 15 جولايۍ کيږي او نوره قضيه په مخکني حال ده.

د نقيب مسيد وژنه او قضيه

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی نقیب مسید د کال 2018م په 13م جنورۍ په کراچۍ کې په يوه پوليس مقابله کې وژل شوی وو.

د يادې مقابلې د پېښې د پلټنو دپاره د پوليس خپلې جوړې ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو. او بيا د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راو انوار او هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

امریکې د کال 2019 په دسمبر کې راو انوار د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو،

"راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راو انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG