لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې نرښځی په ډزو وژل شوی دی


د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې په يوه دستوره کې ډزې شوي او يو نرښځی پکې وژل شوی دی.

د مردان ضلعې د ساړو شاه پوليس تاڼې يو چارواکي (محرر) شېر اکبر وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، تيره شپه د سري بالول لېبر کالونۍ سره نزدې په يو ځای کې د رقص پروګرام راجوړه وه.

هغه وويل د دغه پروګرام د ودرولو دپاره ځايي مشران او ملايان ورغلي چې دغه پروګرام دې ودرول شي او چې پروګرام ودرول شو تياره جوړه کړی شوې بجلي تللې يا کټ کړی شوې او په دغه وخت کې ډزې شوي دي.

هغه زیاته کړه په ډزو کې نرښځی (مبشر سيد/ کالجی) لګېدلی او په ځای مړ شوی دی.

هغه وويل د پېښې مقدمه د وژل شوي نرښځې د ورور په مدعيت کې درج کړی شوې او پلټنې يې پېل کړی شوي دي.

د پوليس په مقدمه کې ويل شوي وژل شوی نرښځی په مردان کې اوسېد او دلته به يې پروګرامونه کول.

په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت د نرښځيانو د وژلو او په هغوی د تشدد پېښې مخې ته راځي.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کارکوونکي وايي تراوسه پورې د نرښځيانو په وژنه کې ککړ چاته هم سزا نه ده ورکړی شوې ځکه د نرښځيانو وژنې او په دوی تشدد دوام لري.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسیم وايي، چې د نرښځیانو په پېښو کې د کمزوري تفتيش يا پلټنو له امله ککړ کسان بچ شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، زياتره نرښځيانو د کورونو نه لرې وي څوک يې تپوس ونه کړي او ملګري يې هم قضيې مخ په وړاندې نه بوځي، او بل دا چې په دې قضیو کې د نرښځیانو لخوا څوک مدعي جوړ نه شي او بيا څوک ګواهي ور نه کړي ځکه دا قضيې هم داسې پاتې شي.

قمرنسيم وايي د 2015 نه تراوسه پورې په بېلابيلو پېښو کې د 80 نه زيات نرښځيان وژل شوي او د 150 نه زيات ژوبل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG