لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: افغانستان کې د زور حکومت نه منو. طالبان: د واک په فکر کې نه یو


واشنګټن ـــ د افغان سولې بهیر لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو پرله پسې سفرونو په ترڅ کې یو ځل بیا د پاکستان، قطر او ازبکستان په سفر روان شوی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې زلمی خلیلزاد پرون د جولای پر نهمه د جنوبي او منځنۍ اېشیا او همدارنګه د منځني ختیځ په سفر تللی دی.

خلیلزاد به په تاشکند کې د ازبکستان د حکومت له خوا په هغه نړیوال کانفرنس کې هم ګډون کوي چې پکې به د سیمه ییز پیوستون په اړه خبرې کېږي.

خلیلزاد ویلي دوی به په افغانستان کې داسې حکومت ونه مني چې د زور له لارې راشي. روس ته د طالبانو د تللي پلاوي مشر مولوي شهاب الدین دلاور هم وایي چې نه د زور له لارې واکمنېدل نه غواړي:

"موږ د قدرت د انحصار په فکر کې نه یو، موږ غواړو د افغانستان ټول اقوام د خپل اهلیت او استعداد په اساس په حکومت کې له موږ سره ونډه او برخه ولري".

خلیلزاد د جون پر لسمه په درو ټویټونو کې ویلي چې پخپل سفر کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې تړون ته د رسېدو لپاره خپلې پرعزمه سفارتکارۍ ته دوام ورکوي:

"په افغانستان کې د امریکې پوځي کارونه ختمېږي، خو له دې هېواد سره ژمنې او وعدې مو نه ختمېږي".

خلیلزاد وایي څنګه چې ولسمشر جوبایډن پخپلو وروستیو خبرو کې په ښکاره وویل، د خبرو اترو له لارې روغه جوړه یواځینی حل دی. صدر بایډن دوې ورځې مخکې ویلي وو:

"موږ [په افغانستان کې] د سولې او د سولې تړون ته د رسېدو لپاره د خپلې سفارتکارۍ پر اراده کلک ولاړ یو، چې دا بې رحمه تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د دې لپاره مې اینټني بلینکن او زلمي خلیلزاد ته کار ور سپارلی دی".

په بیان کې ویل شوي چې خلیلزاد به له افغان سولې بهیر سره د روانې مرستې په برخه کې له ټولو ښکېلو اړخونو او همدارنګه له هغو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو سره کار کوي چې په افغان سولې بهیر کې برخه لري او پر سیاسي حل د روغې جوړې لپاره همږغۍ ته لا نوره وده ورکړي.

خلیلزاد پر ټویټر لیکلي "موږ به له ټولو افغان اړخونو، سیمه ییزو او نړیوالو برخه لرونکو سره په پوره زور سره کار وکړو چې له ښکېلو اړخونو سره د جګړې په ختمولو او داسې لارې موندلو کې هڅه او مرسته وکړي چې د افغانستان د امن، یووالي، خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا او د افغانانو د دردونو د ختمېدو ضمانت ولري".

خلیلزاد بیا په داسې وخت کې د سیمې سفر پیل کړی چې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په ګڼو ولایتونو کې جګړه روانه ده او په نتیجه کې یې دفاع وزارت طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې دعوې کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې ویلي چې ټولو اړخونو ته د سیاسي روغې جوړې بیړنۍ اړتیا ده، وایي څومره ژر چې ښکېل اړخونه د خبرو له لارې سره جوړېدای شي، هغومره ژر افغانستان او سیمه د امن، سیمه ییز پیوستون، تجارت او پرمختیا ګټه تر لاسه کولای شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG