لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: يو تن په ډزو وژل شوی، د بې درکه کسانو ويډیو مخې ته راغلې


په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د يوت اف وزیرستان يو غړی نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی، او د سيمې نه څو مياشتې وړاندې د تښتول شوو کسانو ويډيو مخې ته راغلې او غوښتنه یې کړې چې د هغو د خوشي کولو دپاره دي اقدامات وشي.

د شمالي وزيرستان پولیسو دغه پېښه تاييد کړې چې پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (15 جولايۍ) په ميرعلي کې نامالومو کسانو اظهرالدين نومې تن په ډزو وژلی دی.

د وژل شوي تن اظهرالدين د تره زوي عالمزېب وي او اې ډيوه ته ویلي هغه د يوت اف وزیرستان غړی وو.

هغه وویل اظهرالدين په شخصي سکول کې استاز وو او د چا سره یې شخصي دښمني نه وه.

د يوت اف وزيرستان مشر وقار داوړ دعوه کوي چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته په علاقه کې د هدفي وژنو 310 پېښې شوي او د 150 پورې پکې قامي مشران او بيا عام خلک چې ښځې او ماشومان پکې هم شامل دي وژل شوي.

هغه وويل د اظهرالدين وژنه هم د دغه لړۍ يوه کړۍ ده.

د وزیرستان څخه تښتول شوو کسانو ويډيو

بل لور ته د شمالي او جنوبي وزيرستان نه څو مياشتې مخکې د تښتول شوو اته کسانو ويډيو مخې ته راغلې چې پکې دغو کسانو د حکومت نه غوښتنه کړې چې د دوی د خوشي کولو دپاره اقدامات وکړي.

د جنوبي وزیرستان د مکين قلندر کلي نه د کال 2020 د اکتوبر په لسمه نېټه د اېس ار اېس پي په نوم غېر دولتي ادارې دوه انجينيران تښول شوي وو او هغه وخت يې چا يې زمه واري نه وه منلې.

وروسته د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د شمالي وزیرستان د شوه تحصيل نه شپږ کسان تښتول شوي چې پکې يو انجينير همايون داوړ او يو وکيل عتيق داوړ هم شامل وو.

ميډیا ته په ترلاسه شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې دغه اته واړه کسان په يو ځای کې ناست دي خبرې کوي او په پټ مخ وسله په لاس کسان ورسره ولاړ دي.

تښتول شوي کسان د حکومت نه غوښتنه کوي چې دوی وژغوري.

د تازه ويډيو په اړه ويل کيږي د طالبانو ايشين ټايګر نومې تنظیم د دغو کسانو تښتول منلي دي.

د شمالي وزيرستان نه تښتول شوو کسانو دپاره وخت په وخت احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

د قبايلي ضلعې پوليس افسر (ډي پي او) شفيع الله ګنډا پور نزدې يوه اوونۍ وړاندې ويلي وو د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو دپاره اقدامات کوي چې مالوم يې کړي او هغه دعوه کړې وه دوی هڅې کوي چې د اختر نه وړاندې دغه کسان راخوشي کړي.

په کرمه کې تښول شوي کسان راخوشي کړی شوي

بل لور ته د پاکستان پوځ پرون ویلي د کرمې څخه چې د جون په مياشت کې د موبايل کمپنۍ په ټاور کار کوونکي 16 تنه تښتول شوي په هغو کې پاتې پينځه کسان يې راخوشي کړي دي.

په دغو کسانو کې لس مخکې راخوشي شوي، د يو مړی ترلاسه شوی او پوځ دعوه کړې پاتې پينځه يې په عملياتو کې راخوشي کړي دي.

په 13 جولايۍ ويل شوي وو د عملياتو په مهال د ترهګرو سره نښته شوې يو پوځي افسر او يو سپاهي پکې وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG