لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایټلي: د امریکې او یورپي هېوادونو غونډه کې افغانستان کې د جګړې پر ختمېدو ټینګار


کابل ـــ د امریکې او اروپايي هېوادونو استازو پرون د ایټلي په پایتخت روم کې غونډه کړې چې پکې د افغانستان د سولې د وروستۍ هڅو په اړه بحثونه شوي او یو یو ځل بیا ټيڼګار شوی چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او باید له سیاسي لارې پای ومومي.

سیاسي څېړونکي وایي په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو له لارې باید دغه اوږدمهاله جګړه ختمه کړل شي. دوی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکو هیوادونو په ټینګار ټولو اړخونو ته په کار ده چې د جګړو پر ځای مذاکرات چټک کړي.

څیړونکي وایي د افغانستان په ارامۍ سره ټولې سیمې ته پرمختګ، ثبات او سوله راتللی شي که طالبان هم غواړي چې افغان جګړه ختمه شي نو د یو بل پر وړاندې د سنګر نیولو پرځای دې د عامو افغانانو د وژلو مخنیوی وشي.

په ورته مهال د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، نېټو، ناروې او د برتانیې استازو هم په یوې غونډه کې د افغانستان پر حالاتو او په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر بهیر خبرې کړې دي.

دغو ټولو استازو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر سملاسي بندولو ټینګار کړی دی. د یادو هېوادونو او بنسټونو استازو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له افغانستان سره د ټینګې ملګرتیا ژمنه کوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ له نږدې څاري.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان خلکو ډېره موده په شخړو کې تېره کړې او دوی په افغانستان کې، د تاوتریخوالي لوړې کچې، د طالبانو بریدونو او د بشري حقونو زیانونو ته اندېښمن دي.

سیاسي او پوځي څیړونکي وایي د هرې جګړې د پای ته رسېدلو امکان وي او هره جګړه یو وخت پای مومي.

پوځي څیړونکی یوسف امین ځاځی وایي د جګړې د ختمېدو لپاره باید درېیمګړی موجود وي او په هغه کې باید عالمان، هوښیار او مسلکي خلک وي چې د ده په خبره دا یو دیني، ملي او نړیوال اصل هم دی:

"د سولې راوستلو او د جګړې ختمولو لپاره چې ډېر زیات ژور مسایل پکې شامل دي نړیوال، ملي او دیني اصول دي، غیر د دې نه هره پرېکړه چې کیږي هغه یوه معامله وي او د قدرت وېش به وي او د افغانستان په ګټه نه تمامیږي، د دریم ګړي په صورت کې دا معلومیږي چې څوک سوله نه غواړي هغه څوک چې د سولې مخالف وو نو د هغه په مقابل کې به ولس راپورته کیږي اسلامي او افغاني دین به ادا کوي."

افغان حکومت هم د افغانستان د اوسنيو حالاتو د حل یواځینۍ لاره سیاسي روغه جوړه بولي، خو ټینګار یې پردې دی چې هیڅ یو لوری خپلې غوښتنې په نورو په زوره نه شي منلای.

د حکومت تر دې خبرو وروسته طالبانو ویلي دي چې د دوحې تړون له مخې هغه وخت به اوربند کیږي چې افغان حکومت او طالبان یوې سیاسي روغې جوړې ته سره ورسیږي.

د څېړونکو په وینا په افغانستان کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي، طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې دي، د ملکي وګړو په نخښه کول ډېر شوي، عامه تاسیسات ورانېږي او د سړک غاړې ته د ماین چاودنې، په ولایتونو کې د جګړو دوام او د ولسوالیو د نیولو لپاره جګړې د عامو خلکو ژوند اخلي چې د داخلي کډوالو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

سیاسي څېړونکی احمد یوسفي په افغانستان کې روان حالات اندېښمنوونکي بولي او زیاتوي چې افغان جګړه پوځي حل نه لري او یواځې سیاسي هوکړه ده چې د روان وضعیت ته د پای ټکی ایښودلی شي:

"روانه جګړه یواځې د سیاسي هوکړې په پایله کې درېدلی شي، د افغانستان مساله پوځي حل لاره نه لري دواړه لوري باید سره کښېني خبرې وکړي، په دوحه کې د سولې خبرې له په ټپه ولاړ حالت څخه راوتلې دي او غوښتنه مو دا ده چې د سولې خبرو ته دې ادامه ورکړل شي".

څیړونکي دا خبرې داسې مهال کوي چې نړیوال هم د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه اندېښنې لري او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کوي. که څه هم د افغان سولې لپاره په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي خو لا هم د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG