لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په شپږو مياشتو کې 5183 ملکي وګړي وژلي او ژوبل شوي، د 64فيصده پېښو زمه وار طالبان او داعش دی، يوناما


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (یوناما) ویلي د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې 5183 ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي او دغه پېښې د افغانستان څه وتلو د نړيوالو ځواکونو د پېل کېدو وروسته نورې ډېرې زياتې شوي دي.

يوناما ويلي په دغو پېښو کې د 64 فيصده زمه وار طالبان، داعش او نورې د حکومت مخالفه وسله والې ډلې دي. د دې خبر خپرېدو پورې د طالبانو او داعش لخوا دغه رپورټ ته غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز ویلي "دا رپوټ ښکاره خبرداری وړاندې کوي چې که د زياتيدونکي تاوتريخوالي مخه ونه نيول شي، نو سږکال به بې شميره ملکي افغانان ټپيان او ووژل شي."

يوناما د روان کال 2021 په لومړو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو رپورټ نن د ګل په ورځ (26 جولايۍ) خپور کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې وروسته له هغې نورې سېوا شوي چې د افغانستان نه نړیوال ځواکونه وتل پېل شوي دي.

امريکې د روان کال د اپرېل په مياشت کې د افغانستان څخه د ځواکونو ويستلو اعلان کړی او د مې په مياشت کې امریکا ځواکونه ويستل پېل کړي چې د اګست د 31 پورې به ټول ځواکونه اوباسي، او بيا اتحادي ځواکونو هم ويلي وو د امريکا په څېر به د افغانستان څخه ووځي.

امریکا ويلي د 90 فيصده څخه زیات ځواکونه يې ويستلي دي.

يوناما ويلي د روان کال په لومړۍ نيمايۍ کې په وسله والو جګړو کې 1659 ملکي وګړي وژل شوي او 3524 ژوبل شوي دي. ويل شوي دا مرګ ژوبلې د تير کال 2020 د لومړو شپږو مياشتو په پرتله 47 فيصده سېوا شوي دي.

ويل شوي د روان کال د مې او جون په مياشتو کې د ملکي وګړو زياتې مرګ ژوبلې شوي دي.

د رپورټ ترمخه د افغان حکومت مخالفي عناصر په ټولو ملکي تلفاتو کې د 64 فيصده زمه وار دي، چې پکې 39 فيصده طالبان او نهه فيصده داعش او پاتې نور د حکومت مخالفه د نامشخصو ډلو لخوا شوي دي.

دغه رنګ ويل شوي حکومت پلوه ځواکونه د 25 فيصده تلفاتو زمه وار دي.

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز ویلي "دا رپوټ ښکاره خبرداری وړاندې کوي چې که د زياتيدونکي تاوتريخوالي مخه ونه نيول شي، نو سږکال به بې شميره ملکي افغانان ټپيان او ووژل شي."

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې چې د یوناما مشره هم ده په طالبانو او افغان مشرانو غږ کړی چې "د خبرو اترو په میز خپلې هڅې چټکې کړي، د افغان په وړاندې د افغان د جګړې مخه دې ونیسي. افغانان دې خوندي کړي او د هغوی د ښه راتلونکي لپاره دې هیله ورکړي."

په رپورټ کې ویل شوي د می او جون په خونړیو میاشتو کې ډیری جګړې له ښارونو بهر نسبتآ کم نفوسه سیمو کې ترسره شوي دي.

يوناما سخته اندیښنه څرګنده کړې چې که په ښاري ګڼ میشتو سیمو کې پوځي کړنې ترسره شي نو د افغان ملکي وګړو لپاره به یې پایلې د مصيبت ډکې وي.

د ملګرو ملتونو رپورټ ويلي چې " د نظامي حل هڅه به یوازې د افغانانو کړاو زیات کړي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG