لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات کې د ملګرو ملتونو په دفتر د حکومت ضد عناصرو بريد کړی، يوناما


د افغانستان په هرات ولايت کې د ملګرو ملتونو (يوناما) د دفتر په ودانۍ برید شوی، يو ساتونکی پوليس پکې وژل شوی او څو نور پوليس افسران پکې ټپيان شوي دي.

يوناما دغه بريد په کلکو ټکو غندنه کړې ده.

ملګرو ملتونو ويلي، "په دغه برید کې حکومت ضد عناصرو د ملګرو ملتونو د تاسیساتو دروازه" په نخښه کړې ده.

په افغانستان کې د حکومت ضد عناصر اکثره طالب وسله وال يادول کيږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله ویلي، دغه دفتر د جګړې د سیمې سره نزدې موقعيت لري چې ممکن د جګړې په مقابله کې په ډزو کې ساتونکو ته زیان اوښتی وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ويلي "پرملګرو ملتونو دغه برید ډیر خواشینونکی دی او مونږ یې په کلکو ټکو غندو."

د ملګرو ملتونو په بيان کې په دغه پیښه کې چې د ودانۍ پر دروازه د هاوان پر مټ، او د مرمیو په ډزو برید شوي د ملګرو ملتونو هیڅ کارکونکي ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې چې چې د یوناما مشره هم ده ويلي دي "د دغه برید ترسره کونکي باید وپیژندل شي او حساب ته را کاږل شي."

ادارې ويلي د ملګرو ملتونو په ملکي کارکونکو او دفتر برید د نړیوال قانون ترمخه منع دی او کېدی شي جنګي جرم وبلل شي.

د اپرېل په میاشت کې چې امریکا د افغانستان څخه د ځواکونو ويستلو اعلان کړی چې د ستمبر 11 پورې به ټول ځواکونه اوباسي او د مې د مياشتې نه د ځواکونو ويستو لړۍ پېل شوې او ويل شوي د 90 فيصده نه زيات ځواکونه ويستل شوي او طالبانو بيا د مې د میاشتې څخه په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG