لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا، نېټو او ملګرو ملتونو په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید غندلی


کابل ـــ د امریکې متحده ایالاتو، نېټو او ملګرو ملتونو په هرات کې د یوناما پر دفتر برید په سختو ټکو غندلی. تېره ورځ د ملګرو ملتونو پر سیمه ییز دفتر یوناما باندې د ډزو په دغه برید کې یې یو ساتونکی وژل شو.

په افغانستان کې د جګړو په دوام وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات، کندهار، هلمند او تخار ولایتونو پر مرکزونو خپلو حملو ته زور ورکړ.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې بې برخلیکه دي د ولسوالیو له سقوط وروسته د ولایتونو پر مرکزونو د برید هڅې روانې دي، د کندهار امنیتي مسولینو ویلي، ټولې حملې یې پر شا تمبولي او ډاډ ورکوي چې حالت به ډېر ژر ښه شي.

په افغانستان کې ملګري ملتونه په هرات ولایت کې د خپل دفتر پر ودانۍ برید په کلکو ټکو غندلی چې په پایله کې یې یو افغان ساتونکی پولیس وژل شوی او څو نور پولیس ټپیان شوي.

یوناما په یوه بیان کې ویلي په دغه برید کې حکومت ضد عناصرو د ملګرو ملتونو د تاسیساتو دروازه په نخښه کړه چې په روښانه ډول پرې د ملګرو ملتونو نخښې او علامې موجودې وې.

د هرات ښار شاوخوا سیمې چې د ملګرو ملتونو ودانۍ پکې موقعیت لري، تېره ورځ د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې شاهده وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز ویلي "پر ملګرو ملتونو دغه برید ډیر خواشینوونکی دی او موږ یې په کلکو ټکو غندو."

په دغه پیښه کې چې د ودانۍ پر دروازه د هاوان په وسیله او د مرمیو په ډزو برید وشو د ملګرو ملتونو هیڅ کارکوونکي ته زیان نه دی رسیدلی.

طالبانو په یو بیان کې د یوناما پر دفتر برید منلی خو وایي د یوناما دفتر محفوظ دی، د دې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمد پر ټویټر لیکلي:

"په هرات کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ یوناما دفتر محفوظه دی، هیڅ ستونزه ورته متوجه نه ده. البته یاد دفتر د جګړې له سیمې سره نیږدې موقعیت درلود چې ممکن د جګړې او متقابلو ډزو په جریان کې به يې ساتونکو ته زیان اوښتی وي".

د هرات والي ویاند جیلاند فرهاد له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل چې اوس هلته حالت ښه دی او د وسله والو بریدونه یې پر شا تمبولي. فرهاد وویل اوس "حالت ښه دی عملیات دوام لري د هرات والي هملته د جګړې کومانده پر غاړه لري".

د هرات ولایت چارواکي وايي، نن سهار هم طالبانو یو ځل بیا پر ګذره ولسوالۍ له ختیځې او لوېدیځې خوا برید وکړ، چې غوښتل یې د هرات ښار ته ننوځي، خو په پایله کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او عامو خلکو په مرسته د طالبانو "لویه دسیسه" شنډه شوه.

په داسې حال کې چې پر ښار د طالبانو بریدونه دوام لري، د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د کندهار، هرات او یو شمیر نورو ښار په شاوخوا کې د تاوتریخوالي په ډیریدو ژوره اندېښنه ښيي.

یوناما پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي او له نور زیان رسېدو څخه د ملکي وګړو د خوندي کېدو لپاره دې ټول ممکنه ګامونه پورته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG