لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الله اکبر _ اوس په افغانستان کې د ملي پوځ د ملاتړ لپاره نعره ده


واشنګټن ـــ د الله اکبر (خدای لوی دی) نعره د مودو مودو راهسې مسلمانو وسلوالو ډلو د خپلسره جهاد د پاره کارولې خو په هرات کې د افغان ځواکونو سره په جنګ کې د طالبانو د ماتې وروستو، افغانانو د ملي ځواکونو د بريا او د وطن دښمنه خلکو خلاف د فتح په توګه پورته کړې.

په سوشل مېډيا باندې خپره شوې يوه وېډيو کې د هرات ښار وسېدونکي په توره شپه کې په يو غږ د الله اکبر چغې وهي او د طالب پر ضد د افغان پوځ د بري هرکلی کوي.

د الله اکبر شعار د فتحې په توګه کارول په وړومبي ځل د افغانستان نايب صدر امرالله صالح په ټوېټر خور کړو او ويې ليکل “هرات نن شپه په واز کومي وايي چې الله اکبر. خدای لوی دی. خدای د طالبانو ترهګرو په لاس کې د لوبو ګوډاګی نه دی. هرات غړامبي. الله کوم پاکستانی توليدنه دی. نن شپه هراتيان لا خو په لارو کوڅو کې دي او لا د کورونو په بامونو چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو ته خپل ملاتړ وښايي”.

د شمالي وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړي او د پي ټي ايم مخکښ محسن داوړ په خپل ټوېټر فقط “الله اکبر” ليکلي چې په لږ وخت کې د اوه سوهزيات ريټويټ شوی.

په هرات او نورو سيمو کې نه يواځې د افغان دفاعي ځواکونو او نظام ساتنې په ملاتړ خلک سړکونو ته راوتلي بلکې ډېری وسله وال د ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالب پر ضد په سنګر کې هم جنګيږي.

د شوروي اتحاد د ځواکونو خلاف د هغه وخت د مجاهدينو وسله وال جنګ کې يو مهم کمانډر د هرات اسماعيل خان دی.

اوس يې موده پس په اويا کلنۍ کې يو ځل بيا ټوپک راخستلی او د ځواکونو سره د هرات دفاع ته وتلی. نوموړی يو ځای وايي دا جګړه د طالب نا، د پاکستان ده چې د افغان خاورې پر ضد يې کوي.

دغه رنګ څېړونکي او ليکوال ډاکټر محمد تقي په ټوېټر يو ټرېنډ د الله#قيام-هرات#قيام-افغان په نوم چلولی.

بلخوا د افغان د پارلمان غړې او د سیکھ مذهب منونکې ډاکټر انار کلي هم د افغان ځواکونو په ملاتړ په ټوېټر “الله اکبر” ليکلي.

ډېر د توجه وړ پکې د کنېډا د پخواني سفارتکار او پخواني وزير کرېس الېکسزېنډر ټويت دی چې په رومن کې يې “الله اکبر” ليکلی او په درې ساعته کې د درې نيم سوه نه زياتو خلکو ريټويټ کړی.

د هرات د فتح او د افغانستان د دفاعي ځواکونو په ملاتړ او مړانه د نهې لا سه شنبې په شپه په کابل کې هم د الله اکبر په نوم خلکو لاريون وګړ.

په سوشل ميډيا د افغان ځواکونو په ملاتړ کې يواځې د افغانستان ولس نه بلکې په پاکستان ميشت پښتانه هم پوره پوره برخه اخلي او څو نوموړوشاعرانو د الله اکبر د عنوان لاندې پرې په زړه پورې ملي شاعري هم کړې ده چې ممتاز اورکزی، امجد شهزاد او نور وتلي شاعران يې په سر کېدي.

د افغانستان وتلي شاعر پیر محمد کاروان هم د الله اکبر په ملاتړ شعر ليکلی او دا امکان شته چې سندرغاړي يې زمزمه او لا په پوره توګه د سندرېپه بڼه ثبت کړي.

په سوشل ميډيا د نورو سره سره په کندهاريانو زلمو غږ شوی څنګه غلي ناست يئ څنګه درته په سندرو کې ناشناس او نور سندرغاړي وايي “زماقندهاره د زمرو وطنه” او ته لا ملي پاڅون نه کوې؟

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG